فرانسې ماشوم ژغورونکي "سپایډرمن" سړي ته تابعیت ورکړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ژغورل شوي ماشوم کورنۍ له "سپایډرمن" سړي مننه وکړه

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د مالي یو کډوال وروسته له هغې ستایل شوی او د اتل لقب ورکړل شوی له یوې څلورپوړیزې ودانۍ ځوړند څلور کلن ماشوم یې له لوېدو وژغوره.

له ښاغلي ګاساما سره د فرنسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په الیزېه ماڼۍ کې وکتل، د ماشوم له ژغورلو یې مننه ترې وکړه او د فرانسې د تابعیت ورکولو زېری یې ورکړ.

هغه وېډيو چې پکې مامودو ګاساما ښکاري چې دا ماشوم ژغوري په بيړه مشهوره شوه.

په وېډيو کې ښکاري چې نوموړی له يوې دقیقې په لږه موده کې د یوه کور هغه بالکون ته ځان رسوي چې یو څلور کلن ماشوم ترې د لوېدو په حال کې دی.

د فرانسې خبري رسنیو هم دغه کډوال ستایلی دی.

په څه کمه یوه دقیقه کې، مامودو ګاساما له یوه کوره بل ته وخوت او ماشوم یې له لوېدو وژغوره. ماشوم د یوه کور پر کټارې نښتی و.

د شجاعت مډال

د فرانسې ولسمشر دغه کډوال ته د شجاعت مډال هم ورکړی او د تابعیت ورکولو سربېره یې د اوروژنې اداره کې د دندې ورکولو امر هم کړی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د فرانسې ولسمشر شخصاً له مامودو مننه وکړه

پېښه د شنبې په ماښم د پاریس شمال کې شوې.

فرانسوۍ محصله: "حجاب زما عقیده ده"

ګاساما ویلي، پر سړک روان و چې د یوې ودانۍ مخې ته یې د خلکو ګڼه ګوڼه ولیده، "له پاسه مې ځوړند ماشوم ولید، بې پامه مې ورمنډې کړې او ومې ژغوره."

"کله مې چې ونیو، ورسره وغږېدم، ترې ومې پوښتل: ولې دې داسې وکړل؟ ځواب یې رانه کړ".

د انځور حقوق Facebook
Image caption مامودو پرته له دې چې دی خپله ولوېږي، له یوه کوره د بل کور برنډې ته ورسېد چې ماشوم وژغوري

د پاریس د اوروژنې ادارې ویلي: "د پېښې ځای ته یې مامورین ورسېدل چې ماشوم وژغوري، خو له نېکه مرغه هلته یو سړی و چې پخپل شجاعت یې ماشوم وژغوره."

ځايي رسنیو ویلي، د پېښې په وخت کې د ماشوم مور او پلار کور کې نه وو. پولیسو یې پلار پوښتلی چې ولې یې ماشوم یوازې کور کې پرېښی دی. اټکل دی چې د ماشوم مور هم د پېښې وخت کې پاریس کې نه وه.

"سپایډرمن سړی"

د پاریس ښاروالې ان هیدالګو هم ددغه ۲۲ کلن کډوال شجاعت ستایلی او ویلي یې دي چې د مننې لپاره یې اړیکه ورسره نیولې ده.

هیدالګو دغه کډوال "د ۱۸ شمېرې سیمې لپاره "سپایډرمن سړی" بللی دی، چې اشاره یې هغې سیمې ته ده، چې دغه ماشوم پکې ژغورل شوی.

هغې پر خپل ټویټر لیکلي: "مامودو ګاساما د شجاعت له امله ستایو، چې د یوه ماشوم ژوند یې وژغوره".

دا زیاتوي: "ما ته یې د پېښې جزییات راکړل چې له مالي څو میاشتې وړاندې پاریس ته راغلی، خو د خپل ژوند جوړولو ان خوب یې هم نه و لیدلی."

د انځور حقوق AFP
Image caption مامودو ته د شجاعت مډال هم ورکړل شو

په ۲۰۱۵ کال، فرانسوي چارواکو د حسن باتیلي په نوم د مالي یوه بل سړي ته هم وروسته تر هغه تابعیت ورکړ، چې د پاریس یوه پلورنځي کې یې د برمته شویو کسانو له ډلې یو مشري وژغوره.

ورته مطالب