بلجیم کې یوه وسله وال 'دوه پولیس' ووژل

بلجیم د انځور حقوق Empics
Image caption په برید کې دوه نور پولیس ټپیان شوي هم دي

له بلجیم نه رپوټونه وايي، ددغه هېواد په ختیځ لیګ ښار کې په وسلې یوه سمبال سړي دوه پولیس او یو لاروی په ډزو وژلي دي.

رپوټونه وايي، په برید کې دوه نور پولیس ټپیان شوي او بریدګر یوه ښځه برمته کړې وه.

پېښه د سه شنبې په سهار شوې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړل شوی.

تر اوسه د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بلجیم: پلازمېنه برسلز کې د لوړ کچ تیار سئ حالت اعلان شوی

په ۲۰۱۶ کال بلجیم وروسته تر هغه د لوی خطر اعلان وکړ، چې د 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې په برید کې ۳۲ کسان ووژل شول.

بروکسل مېشتي اورپکي د پاریس ۲۰۱۵ په بریدونو کې هم ښکېل وو.

اړونده مطالب