مونیکا او سټورمي؛ د امریکا د دوو ولسمشرانو ورته رسوايي

د انځور حقوق Getty Images

په نوي یمه لسیزه کې د امریکا ولسمشر بېل کلېنټن او د سپینې ماڼۍ د یوې کارمنې مونیکا لیونسکي پټو اړیکو په نړۍ کې غوغا جوړه کړه او بلاخره د امسله بېلن کلېنټن ته محکمې ته د تللو او ناغې یا جرمانې سبب شوه.

د سټورمي ډانیلز او اوسني ولسمشر ډونلد ټرمپ ورته مسله به همدا نتیجه ولري؟

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۰۶ کال اړوند ادعايي جنسي اړیکو تور ردوي ، خو د کلېنټن په څېر دا ځل هم په دې مسله کې اصلي خبره تر جنسي اړیکو ډېره په دې تړاو درواغ ویلو پورې تړلې ده.

* د ډانیلز او ډونلډ ټرمپ د مینې کیسه کوم لور ته ځي؟

* اېف بي ای د ډونلډ ټرمپ د وکیل د کور او دفتر سندونه یووړل

نو ورتوالی او توپیر څه دی؟ د کلېنټن او لیونسکي په څېر رسوایي سره به پر ۲۰۱۸کال څه وشي؟ دلته یې ارځوو.

د کلېنټن او لیونسکي اړیکې

ما له هغې ښځې سره جنسي اړیکې نه درلودې.

دا پر ۱۹۹۸ کال د امریکا د هغه وخت د ولسمشر کلېنټن خورا ټینګاري خبره وه چې د دغه هېواد په تاریخ کې د سیاستوالو له ډېرو یاد وړ خبرو کې راځي.

نه دا چې دا وینا عجیبه وه او په متل بدله شوه، بلکې په درواغو هم ولاړه وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مونیکا پر ۲۰۱۸ کال

وروسته ثابته شوه چې ولسمشر کلېنټن له یوې تنکۍ پېغلې مونیکا لیونسکي سره اړیکې درلودې.

د مونیکا ملګرې او کاري همکارې لنډا ټرپ د هغې هعه خبرې پټې ریکارډ کړې و، چې په تفصیل سره یې پکې اعتراف کړی و.

کله چې یوه ولسي چارواکي پاولا جونز مونیکا لیونسکي ور وبلله (احضار کړه) چې د جنسي ځورولو له امله د ولسمشر کلېنټن خلاف دوسیې لپاره لیکلی بیان ور کړي هغې له جنسي اړیکو انکار وکړ.

* سټارمي له ټرمپ سره "جنسي اړیکه" نوره هم ډاګیزه کړه

* د ډونلډ ټرمپ هوش کچه څومره ده؟

ولسمشر کلېنټن هم وروسته له دې میینې سره له مینې انکار وکړ.

دا هغه څه و چې په درواغ ویلو تورن شو.

د ټرمپ میینه سټورمي کله او څنګه شوه؟

د انځور حقوق .
Image caption سـټورمي او مونیکا

پورن ستورې سټورمي ډانیلز وايي، هغې پر ۲۰۰۶ کال له ډونلډ ټرمپ سره په خپله خوښه جنسي اړیکې درلودې.

دا د ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ ډېر کلونه مخکې خبره ده او هغه وخت نوموړي ریالیټي ټي وي شو( اپرېنټس) کې کار کاوه.

سټورمي وايي، چې دغه اړیکې یې اول ځل د یوه ګلف ټورنمټ پر مهال په یوه هوټل کې له ټرمپ سره جوړې شوې، وروسته یې له یو بل سره اړیکه ساتله.

* "ټرمپ داسې راته کتل ته وا ټوله غوښه یم"

* د کانګرېس له ۱۰۰ ډېر غړي د ټرمپ د جنسي تورونو پلټل غواړي

ډونلډ ټرمپ د جنسي اړیکو دا تور ردوي، چې د نوموړي مېرمن میلانیا ټرمپ د مېندوارۍ پر مهال یې د پېښېدو خبره کېږي.

د روان کال لومړیو کې داسې معلومات خپاره شول چې د ولسمشر ټرمپ وکیل مایکل کوهن د ۲۰۱۶ کال له ټاکنو لږ مخکې د چوپ پاتېډلو تړون بدل کې سټورمي ډانیلیز ته یوه لک دېرش زره ډالر ور کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلېنټن له مونیکا سره د ۱۹۹۶ کال کریسمیس کې سپینه ماڼۍ کې ویني.

له هغه وروسته تراوسه د ډونلد ټرمپ او د هغه د وکیلانو ډله د دې ور کړې اړوند ډول ډول خبرې کوي.

دا خبرې دا پوښتنه را ولاړوي چې ولسمشر ټرمپ په دې ور کړه خبر دی که یه؟

سټورمي ډانیلیز د تړون شنلو لپاره د ولسمشر ټرمپ خلاف عریضه کړې ده.

هغه وايي، چې ولسمشر ټرمپ پر تړون لاسلیک نه دی کړی، ځکه باور یا اعتبار نه لري.

هغه د ولسمشر ټرمپ خلاف د یوه شهرت اغېزمنولو ټویټ له امله هم عرض کوي.

په دغه برخه کې د ولسمشر ټرمپ وکیل د پټ تړون بربنډولو له امله له سټورمي ډانیلیز د شل میلیونو امریکاي ډالرو غوښته کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مونیکا پر ۱۹۹۹ کال د رسنیو له غبرګون سره هم مخ شوه.

اوس د دواړو پېښو له اصلي معلوماتو وروسته څرګندونې پرتله کوو

ټرمپ هغه وخت ولسمشر نه و چې له سټورمي ډانیلیز سره یې اړیکې درلودې.

دا ریښتیا دي، خو پیسې یې د ولسمشرۍ ټاکنو د منډو ترړو پر مهال ور کړې او دوسیه هم په دغه څه ولاړه ده.

که دا پیسې د ټاکنیز کمپاین له پنډ ور کړل شوې وي، نو د قانون خلاف دي.

د یوه ولسمشر له سیکسي ژوند سره اړیکه زموږ کار نشته

سمه ده، خو د ژوند ملګري سره بې وفايي دومره لوی جرم نه دی چې له واک پرې لرې شي.

خو د کلېنټن دوسیه کې دا خبره کېده چې که ولسمشر له لوړې وروسته درواغ ووايي ښايي نورو مسلو کې هم درواغ ووايي.

د ټرمپ دوسیه کې هم نیوکګر( انتقاد کوونکي) د باور پر مسله اندېښنه ښيي.

دوی وايي، د چوپ پاتېدلو لپاره پیسې ور کول دې خبرې ته اشاره کوي، چې ښايي د بهرنیو سیالانو په ګډون ګواښ ته زمینه برابره شي.

د ټرمپ دوسیه به بې اغېز وي؟

د انځور حقوق Reuters

تراوسه د کلېنټن د مینې رسوايي د هغه د ولسمشرۍ خورا څرګنده دوسیه بلل کېږي.

که څه هم د ټرمپ ولسمشرۍ کې هغه ته دومره مسلې شته چې د سټورمي دانیلیز دوسیه به په دویم نمبر پېښو کې راځي.

خو دا خبره هم له وخت مخکې ده چې ایا دی به له دې دوسیې هم ووځي؟ ځواب ویل اوس ګران دي.

کلېنټن څنګه ځان وژغوره، ایا ټرمب به هم بچ شي؟

بېلن کلېنټن له دندې لرې نه کړل شو. د امریکا ولسي جرګې جمهوريپالو دی ناغه کړ، خو مشرانو جرګې بري کړی او هغه تر ۲۰۰۱ کال واکمن و.

خو د پاولا جونز له کېس سره یوه مهم بدلون راغي. له دې پېښې وروسته یوې محکمې پرېکړې وکړه چې امریکايي ولسمشران د ولسمشرۍ مخکې له د داسې پېښېو له قضایي تعقیب خوندي نه دي چې ور باندې تور لګېدلی وي.

د سټورمي دوسیه به ډونلډ ټرمپ د زوال سبب شي؟

د انځور حقوق Getty Images

د څو کتابونو لیکوال او استادان وايي، چې جنسي دوسیې د پیاز د پوټکي لرې کول وپه څېر دي، په ښکار خوند او شهوت پاروونکې دي، خو ډېې سختې سیاسی او قانوني پایلې هم درلودلی شي.

خلک تر ډېره په جنسي رسوايۍ اسان پوهېږي او هضمویي، بیا د سیاسي تړاو له مخې سره وېشل کېږي.

دوی د سیاسي تړاو پر بنسټ د یوې ډلې ملاتړ کوي.