"تېره اونۍ پر موسی کلا هوايي برید کې ۵۰ طالب مشران وژل شوي"

. د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه برید تېره چارشنبه د مۍ ۲۳مه، د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې شوی و.

امریکايۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز لیکي، تېره اونۍ د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې چې د طالبانو د مشرتابه یو مرکز یې په نښه کړی و، لږ تر لږه پنځوس طالب مشران وژل شوي دي.

دغه برید تېره چارشنبه د مۍ ۲۳مه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې شوی و.

ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونو د ویاند مارټین ډونیل په حواله لیکي، د جي پي ایس ټکنالوژۍ په مرسته د توپچي ځواک په یوه برید کې د طالبانو د قوماندې یو مرکز ویجاړ شوی چېرته چې دده په وینا د طالبانو مهم مشران را ټول شوي وو.

ده ویلي په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو یو شمیر نور مشران هم د دوی په بریدونو کې وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز د نوموړي په حواله لیکلي، د دې اغېز به په هلمند کې د جګړې پر ډګر جوت وي.

دی وايي دا برید د هغوی پراخو صلاحیتونو د ښې پایلې یوه بېلګه ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ له مخې امریکايي ځواکونو ته ورکړل شوي او له مخې یې دغه ځواکونه په جګړه کې فعاله ونډه اخیستلای شي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې هوايي ګوزارونه د هستوګنې پر دوو کورونو شوي چې دوی ته پکې زیان نه دی اوښتی.

* 'هلمند کې د طالبانو پر غونډه بهرنیو ځواکونو بمبار کړی'

* هلمند کې د ټاکنو بهیر په ملاتړ د بلک هاک چورلکې الوتنه

* طالبانو په هلمند کې د مخابراتي شبکو فعالیت ځنډولی

تهران ټایمز ورځپاڼه

تهران ټایمز پر ایران د اقتصادي بندیزونو د بیا لګولو او پر افغانستان د هغو د اغېز په اړه یو مطلب خپور کړی چې وايي، که دا بندیزونه بیا ولګول شي، نو په افغانستان کې د ټیکاو را وستلو لپاره به د امریکا هڅې له خنډ سره مخامخ کړي.

په دې مطلب کې ویل شوي په دې سره به د چابهار بندر د پراخولو چارې هم ځنډنۍ شي او افغانستان به د دې بندیزونو قرباني شي.

ګارډین برتانوۍ ورځپاڼه

ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د برتانیا حکومت د ترهګرۍ ضد د هغه قانون له عملي کولو په شا شوی چې له مخې یو شمېر کډوال بیرته خپلو هېوادونو او یا هغو هېوادونو ته استول کېدل له کومه چې راغلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې تېره اونۍ د کورنیو چارو نوي وزیر ساجد جاوید دا ومنله چې د دغه قانون له مخې لږ تر لږه ۱۹ داسې کسان له برتانیا وېستل شوي چې د لوړې کچې مسلکی کسان بلل کېدل.

ورځپاڼه زیاتوي، د برتانیا د پارلمان شاوخوا شل تنه غړي په یو ځای کار کوي او پر کورنیو چارو وزارت د دې لپاره فشار راوړي چې د هغو کډوالو له وېستلو ډډه وکړي چې مسلکي وړتیاوې لري.

ګارډین لیکي، د دې ورځپاڼې د هغه راپور له خپرولو وروسته چې ويې ښودله د کډوالو وزیرې کارولاین نوکس په خپلو مکتوبونو کې داسې څه لیکلي وو چې د دې له ادعاوو سره یې سر نه خوړ دغو وکیلانو په دې برخه کې په ښکاره توګه پر کورنیو چارو وزارت د کډوالو په برخه کې د ناغېړۍ تور ولګاوه.

ورته مطالب