د پاکستان لادرکه شیعه ګان چېرې دي؟

  • سکندر کرماني
  • کراچۍ
نعیم حیدر
د عکس تشریح،

امیتي کامرو هغه صحنه ثبت کړې چې وسله وال کسان نعیم حیدر نیسي

د کراچۍ ښار د یو ځایي جومات امنیتي کامرو یوه ویډیو ثبت کړې. پکې ښکاري چې کابو ۳۰ تنه وسله وال د نعیم حیدر لاسو ته زولنې ور اچوي او له ځان سره یې بیایي. په دوی کې د ځینو پر مخونو نقابونه دي. ځینو یې د پولیسو یونیفارم اغوستی.

دا د ۲۰۱۶ کال د نومبر د میاشتې د ۱۶مې نېټې د شپې صحنه ده. نعیم حیدر له هغې ورځې تر ننه بیا نه دی لیدل شوی. سره له دې چې امنیتي کامرو هر څه ثبت کړي، پولیسو او استخباراتي چارواکو محکمې ته ویلي چې نعیم له دوی سره بندي نه دی.

په پاکستان کې د شیعه وګړو د حقونو مدافعین وایي، نعیم حیدر د هغو ۱۴۰ شیعه ګانو په ډله کې دی چې په تېرو دوو کلونو کې لادرکه شوي دي. کورنۍ یې په دې باور دي چې دا ټول کسان د استخباراتي ادارو په بند کې دي. له دې ډلې ۲۵ تنه د کراچۍ ښار اوسېدونکي دي.

د نعیم حیدر کورنۍ وایي، نوموړی له خپلې میندوارې مېرمنې سره یو ځای عراق ته د زیارتو لپاره تللی و، او کراچۍ ته تر راستنېدو یوازې دوه ورځې وروسته استخباراتي ادارو ونیوه. مېرمنې یې عظمی حیدر یو زوی زېږولی، خو دې ماشوم تر اوسه د خپل پلار څېره نه ده لیدلې.

د عکس تشریح،

عارف حسین یو نیم کال وړاندې د استخباراتي کسانو لخوا ونیول شو

عظمی بي بي سي ته وویل، ماشومان یې تل ورنه پوښتنه کوي چې پلار به یې کله راځي. نوموړې وایي:

"زه مې ماشومانو ته څه ځواب ورکړم؟ هېڅوک نه راته وایي چې مېړه مې چېرې دی. لږ تر لږه دا دی راته ووایي چې په څه تور نیول شوی"

د نورو لادرکه شیعه وګړو کورنۍ هم ورته کیسې لري. وایي امنیتي کسان د شپې په تیاره کې راغلل او د دوی د کورنۍ کسان یې له ځان سره بوتلل. د کراچۍ ښار په یوه ګوټ کې په یوه کور کې راټولو ښځو بي بي سي ته وویل، چارواکي دوی ته هېڅ مالومات نه ورکوي چې عزیزان یې ولې نیول شوي او دا مهال چېرې دي.

یو شمېر شیعه مشران وایي، چارواکو همدومره ورته ویلي چې پر نیول شویو کسانو شک دی چې په سوریه کې د "زینب بریګېد" په نامه له یوې وسله والې ملیشې سره اړیکې لري.

د زینب ملیشې په اړه ویل کېږي چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پاکستاني شیعه ګان یې غړي دي او دوی په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ جنګېږي. خو د دې ډلې پلویان وایي، دوی هلته یوازې د شیعه مقدسو زیارتونو امنیت ساته، ځکه چې د اسلامي دولت نومې ډلې لخوا تر ګواښ لاندې وو.

د عکس تشریح،

د نعیم حیدر مېرمن عظمی وایي، ماشومان یې تل د خپل پلار پوښتنه کوي

د پاکستان چارواکو تر دې دمه پر زینب ملیشې بندیز نه دی لګولی، او نه یې هم کوم لادرکه شوی شیعه وګړی له یادې ډلې سره د اړیکو په تور محکمې ته وړاندې کړی.

راشد رضوي په کراچۍ کې د هغې کومیټې مشر دی چې د لادرکه شیعه وګړو قضیې څاري. نوموړی وایي، ډېری دا کسان د مقدسو زیارتونو لیدو لپاره سوریې یا عراق ته تللي وو، او تر راستنېدو وروسته لادرکه شوي دي.

نوموړي بي بي سي ته وویل:

"یو شمېر حکومتي چارواکي خبرو ته راغلي وو. غوښتل یې قناعت راکړي چې موږ دې خپل احتجاج ختم کړو. ما ترېنه پوښتنه وکړه چې زموږ خلک ولې نیول شوي دي. دوی راته وویل، پر دې کسانو شک دی چې د داعش ډلې پر ضد جنګېدو لپاره سوریې ته تللي وو. ما ورته وویل، که داسې خبره وي نو ولې یې محکمې ته نه وړاندې کوئ؟"

د عکس تشریح،

راشد رضوي د لادرکه شیعه وګړو قضیې څاري

بي بي سي په دې اړه د پاکستان له حکومتي چارواکو هم پوښتنه وکړه. خو هغوی کوم ځواب رانکړ. البته ډېری چارواکي په دې باور دي چې امنیتي ادارو په غیرمنصفانه توګه خلک نیولي او لادرکه کړي دي. خو دوی دا هم وایي چې د لادرکه کسانو شمېر له حقیقته ډېر ښودل کېږي.

د لادرکه کسانو برخلیک په پاکستان کې یوه تر ټولو حساسه موضوع ده. د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې کابو ۱۵۰۰ کسان په جبري توګه لادرکه شوي دي. په دوی کې د سُني جهادي ډلو غړي، د ملتپاله ګوندنو کارکوونکي او پوځي کسان هم شامل دي.

په لادرکه شویو شیعه وګړو کې ځیني یې اوس بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي. په دوی کې یوه د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، په کوچنۍ تیاره کوټه کې ساتل کېده. هلته شکنجه کېده او د برېښنا ټکانونه ورکول کېدل. نوموړی وایي، پلټونکو ورنه بیا بیا د زینب ملیشې په اړه پوښتنه کوله، چې څوک پکې پېژنې او مالي ملاتړ یې څوک کوي.

ثمر عباس هم تر ۱۴ میاشتو وروسته بېرته خپل کور ته راستون شوی. وایي پلټونکو ورته وویل، ته بې ګناه یې او څنګه چې غواړې ژوند کولی شې. ثمر وایي، د بند په موده کې له ده نه هم د زینب ملیشې په اړه پوښتنې کېدلې.

د "زینب ملیشه" په هغو وسله والو ډلو کې حسابېږي چې له ایران سره نږدې اړیکې لري او په سوریه کې جنګېږي. د لبنان حزب الله ډله او د فاطمیون په نامه د افغان شیعه جنګیالیو ډله هم په سوریه کې فعالې دي.

په دوی کې د زینب ملیشه د شمېر له مخې تر ټولو کوچنۍ ده. خو د دې ډلې د یو شمېر هغو جنګیالیو انځورونه چې د سوریې په جګړه کې وژل شوي، خواله رسنیو ته راوتلي. په دوی کې ډېری یې د قبایلي سیمې کُرمې اېجنسۍ اوسېدونکي دي. ګڼ شمېر شیعه وګړي په دې اېجنسۍ کې ژوند کوي.

څېړونکي په دې باور دي چې تر دې دمه کابو ۱۰۰ تنه پاکستاني جنګیالي د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي.

پاکستان کې د شیعه وګړو ټولنې وایي، استخباراتي ادارې اندېښنه لري چې سوریې یا عراق ته تلونکي کسان پاکستان ته تر راستنېدو وروسته فرقه ییز تاوتریخوالي ته لمن وهلی شي. خو دوی دا اندېښنه ردوي. د لادرکه شویو کسانو کورنۍ هم وایي چې عزیزان یې له کومې وسله والې ډلې سره اړیکې نه لري، او باید ژر تر ژره خپلو کورونو ته راستانه شي.