د فوټبال لوبغالي کې د سرتېرو مړي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فوټبال لوبغالي کې د سرتېرو مړي

د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام لپاره یو لوبغالی په هغه ښار کې جوړ شوی دی چې، د سټالېن ګراډ په جګړه پکې دوو میلیونه کسان مړه شول. د روسیې دغه ښار اوس د ولګوګراد په نامه یادېږي.

دا ۷۵ کاله کېږي، لا هم په دغه ځای کې زرګونه مړي پراته دي. نه موندل شوي او نه یې هم جنازې شوي.

اوس الېکسې بارموتوف او د ده ملګري د دغه ښار په بېلا بېلو ځایونو کې ګرځي او د سرتېرو پاتې شوني لټوي چې بیا یې خاورو ته وسپاري.

اړونده مطالب