"افغان جګړه کې ورک روسی پیلوټ ۳۰ کاله وروسته ژوندی وبلل شو"

. د انځور حقوق .

گارډين ورځپاڼې په خپل خپاره کړي يوۀ رپوټ کې ويلي يو روسى پيلوټ چې دېرش کاله وړاندې يې الوتکه نسکوره شوې وه او انگېرنه دا وه چې پېښه کې به وژل شوى وي، اوس مالومه شوې چې ژوندى دى او غواړي بېرته روسيې ته ستون شي.

د روسيې هوايي ځواک غړو مدافع ټولنې مشر ويلري ووستروتين چې د جنگي بنديانو د راکړې ورکړې لپاره د روسيې او امريکا د گډې جرگه گۍ د روسي اړخ مشري هم کوي ويلي:

"دغه پيلوټ ژوندى دى او مرستې ته اړتيا لري."

خو نوموړي د محرميت په دلايلو د پيلوټ نوم نه دى ډاگیز کړى.

خو "د جگړې ورورولي" په نامه د پخوانيو سرتېرو د حقونو يوې بلې ټولنې مرستيال مشر "ويکسلاو کالينين" ويلي چې دا کس اوس ښايي ٦٠ کلن وي.

هغه زياته کړې دا پيلوټ ښايي پاکستان کې وي، چې په وينا يې هلته د افغان جگړې بنديانو لپاره زندانونه وو.

يوې بلې روسۍ رسنۍ ويلي، په ١٩٨٧ م کال کې يوازې يوه شوروي الوتکه پرځول شوې وه چې پيلوټ يې "سرگې پنتليوک" نومېده.

ورځپاڼه وايي د هغه مور او يوه خور تر اوسه ژوندي دي، او يوه ٣١ کلنه لور يې ده، چې د خپل پلار له تري تم کېدو څو مياشتې وړاندې زېږېدلې وه.

گارډين د يوه روسي خبري ژانس په وينا ليکلي د ١٩٧٩ او ١٩٨٩ م کلونو ترمنځ افغانستان کې د شوروي ١٢٥ الوتکې نسکورې شوې.

او کله چې د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان ووتل ٣٠٠ سرتېري لادرکه بلل شوي و چې بيا ٣٠ يې تنه وموندل شول او ډېرى يې خپلو کورونو ته ستانه شول.

ډان:

د انځور حقوق AFP
Image caption ځینې قبایل له پښتونخوا سره د یو ځایېدو مخالف دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د خيبر پښتونخوا حکومت پر دغه ايالت د قبايلي سيمو د ورگډولو قانون کې نيمگړتياو ته گوته نيولې" تر سرليک لاندې يو رپوټ خپور کړى.

ورځپاڼه وايي د پښتونخواه ادارې لخوا د پاکستان د سرحداتو وزارت ته لېږل شوي ليک کې راغلي چې لومړى فاټا لپاره پر اعلان شوې مالي ټولگې ټولې غاړې په يوه خوله نه دي، د حکومت او ايالتونو ترمنځ يې په تړاو مخالفت دى او د پيسو له برابرېدا پرته دا پلان يواځې د کاغذ پر مخ پاتې وي.

د ورځپاڼې په وينا بله مهمه موضوع د ٢٤٧ مادې ختمول دي له دې سره د ولسمشر ځانگړي واکونه هم ختمېږي نو د وړانديز شويو قوانيو پلي کېدل له قانوني اړخه له ستونزو سره مخېږي.

ليک کې همداراز ځينو نورو قانوني اړخونو ته اشاره شوې لکه د نظام عدل قانون ختمېدا چې په وينا يې د سيمې قضايي چارو کې تشه رامنځ ته کېږي او داسې ځينې نور ټکي چې د ورځپاڼې په وينا قبايلي سيمو کې د بدلون راوستو او عمومي بهير کې يې د ورگډولو پر وړاندې خنډ گرځېدلاى شي.