'د سوریې کونډې د خوړو مقابل کې لوڅو انځورونو لېږلو ته اړې شوې'

سوریه د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینو ښځو دا ځور هم منلی خو چې د مرګونې لوږې مخه پرې ونیسي، خو ځینو نورو بیا دې کار ته زړه نه دی ښه کړی او له هغوی سره یې ژر اړیکه غوڅه کړې او هېڅ بشري مرستې یې نه دي ترلاسه کړې.

"سنډې ټایمز" ورځپاڼې هغه راپور راخیستی چې وايي په سوریه کې د مرستندویو ټولنو د مرستو د وېش پرمهال ښځې له جنسي اړخه ځورول شوې او د خوراکي توکو مقابل کې خپل بربنډ انځور استولو ته اړایستل شوې دي.

په راپور کې راغلي، د سوریې کونډې د بشري مرستو کارکوونکو ته د خپلو لوڅو انځورونو ورکولو ته اړایستل شوې دي.

ورځپاڼه کاږي، د دوی موندنې ښيي چې د بریتانویانو د بشري مرستو د وېشلو پرمهال یوه کارمن د مرستو په مقابل کې له اړمنو کونډو جنسي ګټه پورته کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، د "اي کې ټي" په نوم بریتانیا کې ثبت شوې ټولنې د سوریې اړمنو ښځو ته جامې استولې او هلته د نا حکومتي انجوګانو په مټ د داسې یوه کس تر څار لاندې وېشل شوې، چې د جنسي اړتیا پوره کولو مقابل کې یې ښځو ته دا مرستې وېشلې دي.

د ورځپاڼې په خبره، د سوریې حلب لوېدیځ کې د بشري مرستو د یوه کارمن ایمن الشعار داسې یو پیغام یې ترلاسه کړی چې له ښځو پکې د خوراکي توکو د مرستې ترلاسه کولو مقابل کې د هغوی د بربنډو انځورونو استولو غوښتنه شوې ده.

ځینو ښځو دا ځور هم منلی چې د مرګونې لوږې مخه پرې ونیسي، خو ځینو نورو بیا دې کار ته زړه نه دی ښه کړی او له هغوی سره یې ژر اړیکه غوڅه کړې او هېڅ بشري مرستې یې نه دي ترلاسه کړې.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، ډېرې دا ډول ښځې کونډې او بې وزلې دي.

د انځور حقوق Reuters

په راپور کې دا هم راغلي چې یوه مرستندوی یوې کونډې ته لیکلي چې: "زه تا ته درې لویې بوجۍ خوراکي توکي لرم. هره یوه یې ایله دوه کسان پورته کولی شي". دغه سړي یې مقابل کې بربنډ انځور غوښتی.

یوه بله ښځه سلا شوې چې خپل دا ډول بربنډ انځور د خوراکي توکو مقابل کې ورواستوي.

ورځپاڼه وايي، داسې څه نه شته چې ثابته کړي بریتانیایۍ خیریه ټولنې په دغو شیانو خبرې دي او یا دا چې کارکوونکي یې د جنسي غریزو پوره کولو مقابل کې دا ډول کار کوي.