"ټرمپ ځان بښلی شي، خو دا کار نه کوي"

د انځور حقوق Reuters

د امریکا د ولسمشر وکیل روډي جولیاني وايي، ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تړاو ډونلډ ټرمپ د ځان بښلو واک لرلی شي، خو د داسې څه اراده نه لري.

د رابرټ مولر په مشرۍ یوه ځانګړې جرګه ګۍ د ډونلډ ټرمپ په ګټه د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې او دا پلټنه کوي چې ډونلډ ټرمپ خو به د قانون په مخ کې د خنډ اچولو هڅه نه وي کړې.

د ځان بښلو پوښتنه له هغه وروسته را ولاړه شوه چې نیویارک ټایمز دې جرګه ګۍ ته د ډونلد ټرمپ د وکیلانو لیک خپور کړ.

په دغه لیک کې دوی وایي، د متحده ایالتونو د قانوني مشر په توګه ولسمشر ټرمپ "مطلق ځواک لري چې پلټنې ختمې کړي یا ان د ځان بښلو لپاره خپل واک وکاروي".

دوی زیاتوي چې دغه مطلق ځواک په دې مانا دی چې نوموړی په هیڅ ډول دوسیه کې د قانون خنډ شوی نه دی.

ښاغلی جولیاني څه وايي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption ویل کيږي ډونلډ ټرمپ د ځان او د کورنۍ د غړو د بښلو د امکان په هکله د پلټنې هڅه کړې ده.

د ډونلډ ټرمپ د قانوني ډلې مشر جولیاني د اې بي سي تلوېزون دا اونۍ پروګرام کې ګډون کړی و او وپوښتل شو چې ډونلډ ټرمپ د ځان بښلو واک لري؟

"ښايي لري یې، خو هغه د ځان بښلو اراده نه لري".

د هغه په اند، د دا ډول پرېکړې سیاسي پایلې به سختې وي:

"د نورو بښل یو څه دي او د ځان بښل بل څه".

د امریکا ولسي جرګه کې د ډېری جمهوريپالو مشر کیون مېک کارتي د یکشنبې په ورځ سي اېن اېن تلوېزون ته وویل، چې یو ولسمشر هم باید ځان ونه بښي.

د ځان بښلو لپاره به ټرمپ څه ته اړتیا ولري؟

د انځور حقوق AFP
Image caption ټرمپ وايي دې دوسیه کې د ټولو کسانو د بښلو توان لري.

ډونلډ ټرمپ تل وایي، چې ټاکنډلې یې په ټاکنو کې د بري لپاره له روسیې سره جوړ جاړی نه درلود.

خو د ښاغلي مولر د پلټنو یوه برخه دا ده چې ښاغلي ټرمپ خو به دې برخه کې د پلټنو د مخنیوي په تېره د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار مایکل فلېن او اېف بي اې پخوانی مشر جېمز کومي په لرې کولو سره بې قانونه هڅه نه وي کړي او بل له دې پلټنو د لوی څارنوال جېف سېشن شا ته کېدو ته د ټرمپ غبرګون هم پلټي.

هغه دا کار کولی شی؟

هیڅوک سم نه پوهېږي، ځکه تراوسه په دې برخه کې د کوم ولسمشر مخینه نشته.

د پخواني ولسمشر ریچارډ نېکسن په دوسیه کې چې د واټر ګېټ رسوايي کې له اندې ګوښه شو، عدلیې څانګې ویل چې هغه خپل ځان بښلی نه شي، خو نورو ویل د امریکا اساسي قانون یې خنډ کېدلی نه شي.

رابرټ مولر ته د ډونلډ ټرمپ د وکیلانو په لیک کې هم دې مسلې ته اشاره شوې ده.

د دغه لیک موضوع څه ده؟

لیک د تېرې جنورۍ ۲۹ نېټه لري او د ډونلد ټرمپ یو وکیل جوهن ډووډ ښاغلي مولر ته استولی.

وروسته ډووډ د وکیلانو ډله پرېښوده.

داسې ښکاري دا لیک داسې یوه هڅه ده چې وښيي له حقوقي اړخه ولسمشر ته هیڅوک لاس نشي ور وړلی.

اصلي ټکي یې دا دي چې ولسمشر د ملت قانوني مشر دی او هغه

  • احضارېدلی نه شي
  • په رسمي توګه تورنېدلی نه شی
  • د قانو مخ کې په خنډ اچولو مجرمېدلی نه شي، ځکه هغه مطلق واک لري او دا کار یې په دې مانا ده چې د ځان خنډ جوړېږي.

اساسي قانون کې ولسمشر ته ور کړل شوي واک په یادولو سره وايي، چې نوموړی پلټنې ختمولی یا د ځان بښلو لپاره واک کارولی شي.

ښاغلي جولاني تېره اونۍ پخپله وویل چې د ځانګړې جرګه ګۍ پلټنې ممکن یو مخ ناروا وي.

خو د لیک درز کېدلو ډونلډ ټرمپ نارام کړی و.

دا تېرې خبرې وې، پلټنې روانې دي

د انځور حقوق Getty Images

په حقیقت کې رابرټ مولر نه ډډې ته کېږي.

هغه د قانون مخکې د خنډ جوړولو په تړاو له ولسمشر سره د مرکې غوښتنه کړې ده.

ولسمشر وویل، چې ممکن دې مرکه کې ګډون وکړي، خو وکیلان یې ښايي خنډ وي.

دوی وېرېږي چې دې مرکې سره به ممکن نوموړی د ولسمشرۍ د لوړې لاندې د درواغ شاهدۍ په ویلو تورن شي.

که ولسمشر دا مرکه ونه کړي، ښايي ښاغلی مولر منصفه پلاوي ته مخ واړوي، خو لکه پورتنی لیک چې ښيي ممکن د ټرمپ د وکیلانو ډله به یې د مخنیوي هڅه وکړي.

دا چې ډونلډ ټرمپ ته به څه پېښېږي یا نه پېښږي دا هرڅه به د محکمې د ډګر په جګړه کې روښان شي.

ورته مطالب