ایران د یورانیم بډایولو وړتیا زیاتوي

د انځور حقوق khamenei.ir

د ایران مذهبي مشر د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د اټومي انرژۍ ادارې ته وویل، ډېر ژر له نړیوالو قدرتونو سره د تهران د اټومي تړون چوکاټ کې ۱۹۰ زره سو ته د رسېدو لپاره چمتو شي.

سو د یوه سانتریفیوج د کار واحد دی او د یورانیم بډایولو کې د بېلولو او کچې اندازه کولو وړتیا ښيي.

د ایران د سانتریفیجونو د لومړي نسل بټیو یا ای ار- ۱ وړتیا په مختلفو رپوټونو کې نږدې یو سو اټکل شوې ده.

* امریکا او فرانسه له ایران سره نوی اټومي تړون غواړي

* "هغه وخت تېر دی چې امریکا د نړۍ لپاره پرېکړې کولې"

په دې مانا چې لس زره سو پورې د یورانیم بډایولو لپاره نږدې ۱۰ زره ای ار - ۱ وسیلې پکار دي.

د ایران مذهبي مشر د اسلامي ایران د بنسټګر ایت الله خمیني په ۲۹ تلین کې د دغه هېواد نامتو چارواکو ته وینا کې وویل:

"د ایران ملت او دولت دا نشي زغملی چې هم بندیز پر ولګېږي او هم اټومي بند ولري، د اټومي انرژۍ اداره دنده لري چې ۱۹۰ زره سو ته د رسېدو لپاره د اټومي تړون په چوکاټ کې چټک چمتوالی ولري او نور ځینې هغه ګامونه هم سبا پیل کړي چې ولسمشر یې فرمان ور کړی دی".

ملګرو ملتونو ته لیک استول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران وايي، که نړۍ له دوی د یورانیم نه بډایولو هیله لري، نو مقابل لوری دې هم پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د نوموړي له خبرو څو ګړۍ وروسته د ایران د اټومي انرژۍ مشهر بهروز کمالوندي وویل، حکومت یې نن( سې شنبه) ملګرو ملتونو ته خبر ور کوي چې دوی د یورانیمو بډاینې د وړتيا زیاتولو بهیر پیلوي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې نوموړي زیاته کړه:

"په هغه لیک چې ویانا کې به یې د ایران استازی د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ور کړي لیکل شوي، چې له دوشنبې به د UF6 او Uf4ګاز د تولید لپاره د اړینو وړتیاوو زیاتولو بهیر پیل شي او د سانتریفیجونو لپاره د روتور کارخونې د جوړولو او مونتاژ چاره هم پیلوو".

* د ایراني ریالو ارزښت لوېدلې

* ایران د امریکا نوي بندیزونه د اټومي تړون خلاف بولي

هغه زیاته کړه چې د اټومي تړون له مخې د سانتریفیجونو او روتور د تولید لپاره وړتیا رامنځ تولو کې ستونزه نه لري او نه هغم دغې ادارې ته د لیک لېږل ضرورت شته.

"ممکن دا پوښتنه وشي چې د کمو سانتریفیجونو لپاره ولې ډېره وړتیا رامنځ ته کوئ، ځواب دا دی چې که مقابل لوری په خپلو ژمنو نه درېږي موږ هم نه غواړو چې خپلو چارو کې شاته پاتې شو".

ایران اروپا ته څه ځواب لري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا وايي، له ایران سره د نوي تړون لپاره باید تهران له یمن او سوریې د خپلو وسلوالو د اېستلو په ګډون ۱۲ غوښتنې ومني.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې اروپا به په دا ډول شرایطو کې پر اټومي تړون ودرېږي وویل، "اټومي وسلې تولیدول، زموږ د دیني دریځ خلاف ده"

او زیاته یې کړه:"زموږ د هڅو پیغام دا دی چې د لوړې کچې فعالولو لپاره زموږ وړتیاووې پورته کوو، او که منلې مو وي چې اوس باید محدود پاتې شو، نو دلیل دا دی چې د تړون دواړه لوري باید پر خپلو ژمنو ودرېږي".

د ایران مشر خپلو خبرو کې پر اټومي تړون د درېدو پر مهال بندیزونو ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"د ځینې اروپايي هېوادونو د چارواکو له خبرو داسې ښکاري چې هیله لري ایران هم بندیزونه ومني او هم له اټومي فعالیت لاس واخلي او محدودیت دوام ولري، زه دا ډول دولتونو ته وایم چې دا ګډ وډ خوب تعبیر نه لري".

له ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غوښتنه

ر د انځور حقوق EPA
Image caption امانو وايي، څارونکي یې ټولو هغو بټیو ته تللي چې اړتیا یې وه.

د ایران د مذهبي مشر له څر ګندونو څو ګړۍ مخکې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس لوی مدیر یوکیا امانو وویل، د دې ادارې پلټونکو د ایران هغه ټولې اټومي بټۍ او مرکزونه کتلي، چې د لیدلو اړتیا یې وه.

د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ له اټومي تړون د امریکا تر وتلو وروسته ښاغلي امانو د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د چارواکو جرګه ګۍ لومړنۍ ناستې ته وویل:

"ایران باید اټومي مرکزونو ته د پلټونو پرېښودلو کې چټک عمل وکړي".

هغه زیاته کړه چې د څنګزن پروتوکول له مخې دې ادارې ټولو هغو بټیو ته ازاد تګ کړی چې غوښتنه یې درلوده.

نړیوالو څارنکو ته د ایران د بې قید او شرط پلټنې اجازه پر ۲۰۱۵ کال له تهران سره د شپږو قدرتونو د تړون پر مهال د امریکا یوه غوښتنه وکړه.

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت نږدې میاشت مخکې خپل هېواد له دې تړون و اېست.

د ډونلډ ټرمپ د فرمان له مخې پر ایران هغه بندیزونه په یوه مهالي واټن کې بیا لګېږي چې د تړون له مخې ځنډول شوي و.

په دغه وخت کې امریکا نورو هېوادونو ته پر ایران د بندیز بیا لګولو لپاره له ۹۰ تر ۱۸۰ ورځې وخت ور کړی دی.

د اسراییل او جرمني خبرې

که څه هم اروپايي ټولنه د امریکا د دې پرېکړې مخالفه ده، خو اسراییل یې هرکلی کوي.

د اسراييل لومړي وزير بنيمين نتنياهو د جرمني صدراعظمې انگلا مرکيل ته ويلي دا د جرمني په گټه ده، چې د ايران پر ضد په گډه ودريږي .

برلين کې يوه گډ خبري کنفرانس ته د وينا پرمهال ښاغلي نتنياهو وويل، د مذهبي جگړې اور لگولو په موخه ايران منځني ختيځ کې شیعه مليشې جوړوي.

هغه دارنگه وويل ، د ايران اټومي تړون له مخې د بنديزونو ځنډېدلو ايران ته دا شونې کړې چې خپلې دې موخې لپاره مالي امکانات برابر کړي .

لومړۍ وزیرې مېرکل بيا وويل ، د ايران د بالستيک توغنديو او يمن په تړاو د هغه له انديښنو سره همغږې ده ، خو دوى په دې هم هوکړه کړې چې پر ځنو مسلو خپلو کې اختلاف لري.

ورته مطالب