د ګواتیمالا اورشیندي کې ۷۵ کسان مړه او ۲۰۰ ورک شوي

ګواتیمالا د انځور حقوق Reuters
Image caption سیمه کې بیړنی حالت اعلان شوی.

چارواکي وایي ګواتیمالا کې د یکشنبې د ورځې اورشیندي کې لږ تر لږه ۱۹۲ کسان بې درکه دي او ۷۵ مړه شوي دي.

هغه کلي چې په غونډیو وو د اورشیندي تر ایرو او خټو لانډې راغلي دي.

د سه شنبې پر ورځ د ژغورنې هڅې وروسته له هغه وځنډېدلې چې د اورشیندي له جنوبي برخې تاوده ګازونه او ویلې شوې ډ‌برې په راخوټېدو شوې.

دغه اورشیندي په ۱،۷ میلیون کسانو اغیز کړی او له ۳ زرو زیات خلک له کورونو لېږدول شوي.

د سه شنبې د ورځې خوټېدا اورشیندي سایسنپوهان هیښ کړی، ځکه دوی انګېرله چې د دغه اورشندی د لنډې راتلونکې لپاره غلی وي.

دغه اورشیندي په ۱،۷ میلیون کسانو اغیز کړی او له ۳ زرو زیات خلک له کورونو لېږدول شوي. د انځور حقوق AFP
Image caption دغه اورشیندي په ۱،۷ میلیون کسانو اغیز کړی او له ۳ زرو زیات خلک له کورونو لېږدول شوي.

یو کلی بشپړ له نقشې ورک شوی

بوریس رودریګز اوس هېڅوک نلري. ده په یوه شپه کې هغومره څه له لاسه ورکړل چې ډېر خلک به یې ټول ژوند له لاسه ورنکړي.

د ښاغلي رودریګز مېرمن، د هغې مور او پلار، د ده ورور او وریندار او د هغوی ماشومان ټول اورشیندي وژلي.

ده د بي بي سي ویل ګرانټ ته په ژړا وویل: "ما د ماشومانو مړي ولیدل. دوی ټول د خوب په یوه پالنګ کې وو لکه غوښتل یې چې پټ شي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکي وایي ګواتمالا کې د یکشنبې د ورځې اورشیندي کې لږ تر لږه ۱۹۲ کسان بې درکه دي او ۷۵ مړه شوي دي.

دا یوازې د رودریګز خبره نه ده، بلکې د ده شاوخوا کليوال ټول له ورته غم سره لاس او ګرېوان دي. کلی یې په بشپړ ډول له منځه تللی.

اړونده مطالب

ورته مطالب