ټرمپ د کیم کارداشیان په غوښتنه ۶۳ کلنه نیا وبښله

الیس جانس د انځور حقوق COURTESY CAN-DO CLEMENCY
Image caption اغلې جانسن کابو ۲۲ کاله زندان کې وه

د امریکا ولسمشر د الیس جانسن په نوم یوه ۶۳ کلنه انا چې په ۱۹۹۶ کال د ناخشنو نشه يي توکو په جرم له څه باندې شلو کالو راهیسې بندي وه، وبښله او له زندانه ازاده شوه.

د الیس جانسن قضیه، اونۍ وړاندې کېم کارداشیان وېسټ له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره مطرح کړه.

سپينې ماڼۍ ویلي جانسن د نورو بندیانو لپاره یوه نمونه وه، ځکه هغې په زندان کې ډېر زیار اېسته چې خپل ځان بیا ورغوي او عادي ژوند لپاره چمتوکړي.

دا له پنځلسو نورو سره په دې بندي شوې وه، چې کوکاین یې وېشل.

دا د مخدره موادو او پيسو مېنځلو په جرم په عمري بنده محکومه وه.

له څلورو کلونو او دوه ولسمشریز دورو وروسته بالاخره الیس جانسن کور ته ځي.

بي بي سي په لومړي وار دې سره هغه وخت خبرې وکړې چې په ۲۰۱۴ کې د اوباما د بښنې اعلان ته منتظره وه.

د دې بښنې لپاره ټولې ځانګړنې لرلې. زندان کې یې سرخوږی نه و جوړ، د زندان د اصولو خلاف عمل یې نه کاوه. ان د دې ساتونکي په دې باور و چې دا باید وبښل شي.

خو له دې مخکې چې د اوباما واکمني پای ته ورسېږي، الیس او سلګونه نور یې ونه بښل.

الیسي د بي بي سي خبریالې ته په خبرو کې قسم وخوړ، چې بیا به هېڅکله خپله کورنۍ دې حالت ته رانه ولي.

د جګړې پرښته

دا حالت دې او دوو لوڼو ته یې دردونکی و. د اغلې جانسن وکیل بریتاني کي بارنیت وايي، کېم کارداشیان خپله وغوښتل چې هغې ته یې د ازادۍ خبر راوړي.

خو یوه نوې هیله تلویزیوني ستورې کېم کارداشیان وېسټ ورته راوړه، چې نن یې جانسن "د جګړې پرښته" بولي. د دې دا اوږده جګړه بالاخره پای ته ورسېده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کېم کارداشیان د الیس جانسن لپاره د بښلو کمپاین کې ښکېله وه.

الیس جانسن وايي: "بیخي احساساتي شوم. د داسې و لکه مړه چې راژوندۍ شم. "

سپينه ماڼۍ څه وايي؟

په یوه اعلامیه کې سپينې ماڼۍ ویلي: "اغلې جانسن د پخوانیو کړنو مسؤولیت منلی او په تېرو دوو لسیزو کې د نورو بندیانو لپاره دا یوه نمونه وه. که څه هم دا په عمري بند محکومه وه، خو خواري یې وکړه چې چې خپل ځان بیا ورغوي او خپلو بندي ملګرو ته به یې ځان د روزونکې په شان ښوده. "

اعلامیه کې دا هم راغلي چې دوی باور لري چې مجرمینو سره سخت برخورد وشي، خو هغوی ته چې زندان کې د ښه کېدو هڅه کوي په دوهم جانس ورکولو هم باور لري.

کېم کارداشیان څرنګه پکې راغله؟

کېم کارداشیان د الیس جانسن لپاره د بښلو کمپاین کې ښکېله وه.

کېم کارداشیان له خپل وکیل شاون هولي سره سپينې ماڼۍ ته ولاړه او د ټرمپ زوم چې د زندانونو د ښه کېدو لپاره لابي کوي ورسره کړ.

د سپينې ماڼۍ د بښنې له اعلامیې وروسته کېم کارداشیان ټویټ وکړ او دا یې الهام ورکوونکی کار وباله.

تر اوسه د ولسمشر پر مېز د بښنې ۹۰۰ غوښتنې پرتې دي.

له هغې ورځې چې ټرمپ ولسمشر شوی، دا اوولسمه کسه ده چې بښي یې.