واشنګټن پوسټ: ایران د فراه ناامنیو ته لمن وهي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د فراه ولایت د وروستۍ جګړې په اړه، چې کابو درې اوونۍ وړاندې شوې وه، یوه لیکنه لري. ورځپاڼه وایي، که څه هم اوس په مرکزي ښار کې وضعیت نورمال ښکاري، بازارونه پرانیستي دي او خلک عادي ژوند ته ور ستانه شوي دي، خو وضعیت بیا هم ترینګلی دی.

د ورځپاڼې په وینا، افغان او امریکایي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مټ وسله وال طالبان د فراه ولایت له مرکزه په شاه کړل، خو طالبان اوس هم په شاوخوا ولسوالیو کې ازاد ګرځي او په ځینو برخو کې خو ان د سیمه ییزو خلکو ملاتړ هم ورسره دی.

واشنګټن پوسټ لیکي، داسې رپوټونه هم شته چې ایران دې په فراه ولایت کې نا امنیو ته لمن وهي او نېغه په نېغه د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

یو شمېر یمه ییزو چارواکو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، د فراه جګړه یا نا امني بېلابېل اړخونه یا لاملونه لري.

د دې چارواکو په وینا، کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په دې ولایت کې فعالې دي او د مخدره توکو کاروباریانو هم د امنیت په خرابولو کې لاس لري.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له قوله هم لیکي چې د فراه ولایت په نا امنیو کې د ایران ښکېلتیا له امکانه لېرې نه ده.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې ډانا وایټ ویلي، ایران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ تر ټولو لوی لامل دی او دا هم شونې ده چې د فراه ولایت په وروستیو پېښو کې د ایران دولت لاس ولري.

تایلنډۍ اېشیا ټایمز ورځپاڼه

تایلنډۍ ورځپاڼه اېشیا ټایمز د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه لیکنه لري.

ورځپاڼه وایي، روان وضعیت ته په کتو سره که راتلونکی کال په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره هم شي نو ښایي د اوسني حکومت په څېر یوه اداره رامنځته شي او د افغانستان ستونزې ښایي همداسې دوام وکړي.

لیکوال وایي، د افغانستان د اوسني سیاسي کړکېچ اصلي لامل د ۲۰۱۴ کال جنجالي ټاکنې وې، چې د ده په وینا دا هېواد یې له سیاسي پلوه په قومي ډلو وویشه.

ورځپاڼه وایي، د ۲۰۱۹ کال ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره یوازینۍ هیله ده.

خو اوس داسې اندېښنې شته چې ښایي دا ټاکنې هم له درغلۍ ډکې وي او د افغان دولت او نړیوالې ټولنې ټولې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې د ملي وحدت حکومت پر ځای دی یوه موقته اداره رامنځته شي، د ۲۰۱۹ کال ټاکنې دې تر هغې وځنډول شي چې شرایط ورته برابر وي، او د افغانستان په اساسي قانون کې دې اړین اصلاحات رامنځته شي.

لیکوال وایي، دا لنډمهالی حکومت کولی شي تر دوو کلونو په واک کې پاتې شي، او لومړیتوب به یې دا وي چې د افغانستان ټاکنیز نظام له بېخه اصلاح کړي او په راتلونکي کې رڼو او عادلانه ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

برتانوۍ اینډپنډنټ ورځپاڼه

د برتانیا اینډپنډنټ ورځپاڼه د افغانستان د اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو څرګندونو په اړه رپوټ لري چې تېره ورځ یې په لندن کې کړې وې.

ښاغلي عبدالله ویلي، افغانستان د خپل راتلونکي ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره سیاسي او پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي، د ښاغلي عبدالله دا څرګندونې په داسې وخت کې رامخې ته کېږي چې د ناټو هېوادونو د دفاع وزیران نن په بروکسل کې سره راغونډېږي او ټاکل شوې ده چې سبا د جمعې پر ورځ د افغانستان د روان وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، CE/FB

تمه کېږي چې په دې ناسته کې به د برېتانیا په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم افغانستان ته د اضافي پوځیانو د لېږلو ژمنه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده وړاندې پر ناټو هېوادونو غږ کړی و چې د افغانستان په روانه جګړه کې باید د امریکا ملاتړ ته رامخې ته شي.

ورځپاڼه وایي، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله به نن د پنج شنبې پر ورځ د برېتانیا له لومړۍ وزیرې تیریزا می او د بهرنیو چارو له وزیر بورېس جانسن سره هم وګوري.

نوموړي تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې د برېتانیا د حکومت مننه وکړه چې له ۲۰۰۱ کاله را په دې خوا د افغان دولت تر څنګ ولاړ دی او په بېلابېل برخو کې یې ملاتړ کړی.

ډاکټر ویلي، په افغانستان کې د برېتانیا د پوځ قربانۍ بې ځایه نه وې، او د دې لامل شوې چې سیمه کې بې ثباتي خپره نه شي.