ټرمپ: د شمالي کوریا رهبر ښايي سپینې ماڼۍ ته را وبلم

. د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که راتلونکې اونۍ یې په سینګاپور کې د شمالي کوریا له رهبر سره لیدنه ګټوره وه، نو هغه ته به سپینې ماڼۍ ته د ورتلو بلنه ور کړي.

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د جاپان له لومړي وزیر شینزوابي سره تر لیدنې وروسته، له خبریالانو سره کړې دي.

دواړو مشرانو پخپله لیدنه کې د جون په ۱۲مه په سینګاپور کې د شمالي کوریا له رهبر سره پر کېدونکې لیدنه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ دا خبره هم کړې چې د شمالي کوریا له رهبر سره لیدنه کې یې ښايي د کوریا ټاپووزمې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه کومه هوکړه وشي.

امریکا او متحدان یې غواړي چې شمالي کوریا خپلې اټومي وسلې له منځه یوسي، خو ښاغلی ټرمپ هم د دې مسلې پېچلتیا منې او وايي، په یوه لیدنه کې د یاد هدف تر لاسه کول ستونزمن دي.

"شمالي کوریا له امریکا سره خبرو ته د ۲ اټومي هېوادونو د خبرو په سترگه گوري"

۶۵ کاله وروسته د شمالي کوریا یو ولسمشر جنوبي کوریا ته ولاړ

مایک پمپیو: امریکايي چارواکي شمالي کوریا ته تللي

ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره د لیدنې په اړه څه ویلي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د شمالي کوریا په اړه د ډېر فشار اچولو له رودې ګټه نه اخلي، ځکه دی سینګاپور ته د دوستانه خبرو اترو لپاره ځي.

د هغه په خبره، ډېر داسې بندیزونه شته چې د شمالي کوریا پر وړاندې لګول کېدای شي، خو تر اوسه ترې استفاده نه ده شوې ، ځکه له شمالي کوریا سره د هوکړې شونتیا شته.

کله چې خبریالانو له ډونلډ ټرمپ څخه وپوښتل که د شمالي کوریا له رهبر سره یې لیدنه ګټوره وه ایا هغه ته به فلوریډا ایالت ته د راتلو بلنه ور کړئ، نو ښاغلي ټرمپ یې په ځواب کې وویل، ښايي سپینې ماڼې ته یې راوبولم، تاسو څه فکر کوئ ؟ .

د انځور حقوق AFP

د جاپان لومړی وزیر شینزوابي واک ته د ډونلډ له رسېدو وروسته پرلپسې له هغه سره ګوري. هغه غواړي پر ډونلډ دا ومني چې له شمالي کوریا سره په کېدونکو خبرو اترو کې د جاپان ګټې او غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

د جاپان لومړی وزیر شینزوابي واک ته د ډونلډ له رسېدو وروسته پرلپسې له هغه سره ګوري. هغه غواړي پر ډونلډ ټرمپ دا ومني چې له شمالي کوریا سره یې په کېدونکو خبرو اترو کې د جاپان ګټې او غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

شینزوابي پخپلو خبرو کې ویلي، پر ولسمشر ټرمپ باوري دي چې د ۱۸۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو ترمنځ د شمالي کوریا له خوا د تښتول شویو جاپاني وګړو د تښتونې پر لامل پوه دی؛ هغوی یوازې د دې لپاره تښتول شوي وو چې د شمالي کوریا جاسوسان ترې جاپانۍ ژبه او دود او دستور زده کړي.

جاپان غواړي له شمالي کوریا سره نېغ په نېغه خبرې وکړې او د تښتول شوي جاپانیان خوشي شي.

ورته مطالب