"اوربند افغان او امریکایي پوځي چارواکي حیران کړل"

. د انځور حقوق Arg

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د هغه اوربند په اړه لیکنه لري چې تېره ورځ یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ.

ورځپاڼه وایي، د اوربند اعلان یو شمېر افغان او امریکایي پوځي چارواکي هم یو څه حیران کړل او دا ځکه چې دوی دا مهال په توده جګړه کې ښکېل دي.

نیویارک ټایمز وایي، یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې دا اوربند به څه ګټه ونه لري.

یو پخواني افغان جنرال عتیق الله امرخېل ورځپاڼې ته ویلي، افغان ځواکونه هسې هم په دفاعي حالت کې دي او یوازې هغه وخت جنګېږي چې د مخالفینو تر برید لاندې راشي، یا کومه ولسوالي سقوط وکړي.

د ده په وینا، په داسې حالت کې د اوربند اعلان ښایي مخالفینو ته لا ښه فرصت په لاس ورکړي چې پر دولتي ځواکونو او ادارو بریدونه وکړي.

خو د برهان عثمان په نامه یو بل څېړونکي بیا نیو یارک ټایمز ته ویلي، د اوربند اعلان ښایي یو سمبولیک ارزښت ولري، او خلکو ته به دا وښیي چې ایا وسله وال طالبان رښتیا هم د سولې په اړه جدي دي او که نه.

ښاغلی عثمان وایي، طالبان ډېر کله پر حکومت تور لګوي چې د سولې په اړه جدي نه دی او واک هم نه لري، ځکه نو د حکومت دا اعلان اوس پر طالبانو فشار ډېرولی شي.

ورځپاڼه وایي، طالبانو تر دې دمه د اوربند دې اعلان ته پرېکنده ځواب نه دی ویلی او وایي چې له خپلو مشرانو سره به مشوره کوي.

* غني: د اختر تر پنځمې په وسله والو طالبانو تهاجمي عملیات نه کوو

هندوستان ټایمز ورځپاڼه

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکي، حکومت د هغو شپږو هندي کارګرو د راخوشې کولو لپاره پوره هڅه کوي چې تېره میاشت په افغانستان کې د وسله والو لخوا تښتول شوي وو.

ویاند رویش کمار ویلي، حکومت په دې برخه کې له ټولو ښکېلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

نوموړي وویل، هندي چارواکو له افغان حکومت سره هم په دې اړه خبرې کوي، خو دا یوه حساسه موضوع ده او ډېر جزیات یې نشي په ډاګه کېدلی.

د نوموړي په وینا، د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج به ډېر ژر د د تښتو شویو کارګرو له کورنیو سره هم ګوري.

دغه شپږ تنه د تېرې می میاشتې پر ۶مه نېټه په بغلان ولایت کې د وسله والو لخوا تښتول شوي وو.

هغه مهال د هند د بهرنیو چارو وزیرې پر خپل افغان سیال غږ کړی و چې ژر تر ژره دې برمته کوونکي مالوم کړي او نیول شوي هندیان دې بېرته راخلاص کړي.

ویل کېږي چې دې کسانو په بغلان ولایت کې د برېښنا پر یوه پروژه کار کاوه.

د پاکستان ډان ورځپاڼه

او د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي، د پاکستان د قبایلي سیمو یو شمېر مشران له خیبر پښتونخوا ایالت سره د دې سیمو د یو ځای کېدو په اړه اندېښمن دي.

ورځپاڼه د یو شمېر قبایلي مشرانو له خولې لیکي، اوس خلک په دې اړه اندېښمن دي چې په قبایلو کې به د پرمختیایي کارونو لپاره بودیجه د چا لخوا لګول کېږي، او پر کومو برخو به لګول کېږي.

بله دا چې د پاکستان حکومت وړاندیز کړی چې له خیبر پښتونخوا سره تر یو ځای کېدو وروسته به هم د قبایلو امنیتي چارو د خاصه دار ملیشې لخوا سمبالېږي.

خو قبایلو فکر کاوه چې د نورې صوبې په څېر به له دې وروسته په قبایلو کې هم د پولیسو نظام رامنځته شي.

ورځپاڼه لیکي، په دې اړه هم کره پلان نشته چې قبایلي ایجنسۍ به څه ډول پر کوچنیو تحصیلونو ویشل کېږي او دې تحصیلونو کې به بودیجه څرنګه لګول کېږي او خلکو ته به د ژوند اساسي اسانتیاوې څرنګه برابرېږي.

ورته مطالب