اتریش کې د یو شمېر جوماتونو تړلو ته غبرګون
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اتریش کې د یو شمېر جوماتونو تړلو ته غبرګون

د اتریش حکومت اعلان کړی دی چې اووه جوماتونه او یو شمېر مذهبي سازمانونه چې له بهره ورسره مالي مرسته کېږي تړي.

دغه راز حکومت پرېکړه کړې ده چې څلوېښت امامان به هم له خپله هېواده شړي.

د اتریش د مالیې وزیر ویلي دی چې دا ګامونه د سیاسي اسلام پر وړاندې دي او زیاته کړې یې ده چې په اتریش کې متوازي ټولنې هیڅ ځای نه لري.

د حکومت دا پریکړه له پلټنې وروسته شوې ده ، دې کې څو داسې جوماتونو په اړه هم پلټنه شوې ده چې ترکیه یې ملاتړ کوي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ویلي دي دا ګام اتریش کې د اسلام ضد کړنو او د توکم پالنې د یوې نوې څپې ښودنه کوي.

زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني په ویانا کې د افغانانو اسلامي مرکز مشراو التقوی جومات امام احمد الله عاطفي غبرګون پوښتلی.