د امریکا د سمندري ځواک پر قراردادي د چینايي هېکرانو برید

د انځور حقوق Reuters

امریکايي رسنۍ وايي، د متحده ایالتونو فدرالي پولیسو له هغه وروسته پلټنې پیل کړې چې د چین حکومت د دغه هېواد د سمندري ځواکونو قراردادي هېک او ډېر حساس امنیتي معلومات یې پټ کړل.

امریکايي چارواکو له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، په غلا شوو معلوماتو کې له غږ تېز توغندي د پروژې پلانونه هم شامل دي.

سي بي اېس تلوېزون هم تاییدوي چې دا بریدونه د روان کال جنورۍ او پرورۍ کې شوي وي.

هېکرانو هغه قراردادي یا ټېکه دار په نښه کړی چې د امریکا له داسې پوځي ادارې سره یې کار کاوه چې د اوبتلونو او اوبو لاندې وسلې په هکله څېړنې کوي.

* امریکا: چین ته ویل شوي، چې انټرنیټي بریدونه د زغملو نه دي

* پر یاهو انټرنیټي برید ۵۰۰ میلیونه کاروونکي اغېزمن کړي

* د روسي هېکر په اړه معلوماتو بدل کې ۳ میلیونه ډالر

امریکايي چارواکو له نومښودنې پرته واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې دې کمپنۍ د روډ ټاپو په نیوپورټ کې د سمندري ځواکونو پوځي ادارې سره کار کاوه.

دوی زیاتوي چې د سي ډراګن یا سمندري ښامار په نوم د یوې پروژې او همدارنګه د امریکا د سمندري ځواکونو د اوبتلونو د پراختیا برخې په برېښنايي ارشیف کې ساتل کېدونکو معلوماتو ته چینايي هېکرانو تر لاسه کړي دي.

په پلانونو کې د بېړۍ ضد توغندي سیستم هم دی چې ټاکلې ده پر ۲۰۲۰ کال د امریکا پر اوبتلونو نصب یا ولګول شي.

سره له دې چې دا معلومات د قراردادي اړوند په یوه نا منظمه شبکه کې اېښودل شوي وو، خو کار لاندې ټیکنالوجۍ د ډول او د پوځي پروژو سره د تړاو له امله ډېر حساس بلل کېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا پېښه د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو راتلونکې لیدنه او له چین سره د متحده ایالتونو سوداګریزې ناندرۍ نورې هم اغېزمنولی شي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو قومندان بېل سپیکس وايي، په دې برخه کې قیودات له کمپنیو غواړي چې په کنټرولي نامنظمو معلومات ولرونکو شبکو کله یوه سایبري حمله شوې وي دوی باید حکومت خبر کړي.

هغه زیاتوي چې په دې هکله د نورو تفصیلاتو بحث به مناسب نه وي.

چارواکي وايي، په دې تړاو د اېف بي ای په همکارۍ د سمندري ځواکونو په مشرۍ پلټنې روانې دي.

د سي بي اېس نیوز تلوېزون د پنټګان د مشر پلټونکي د دفتر له خولې وايي، جمعې په ورځ د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس د قراردادي اړوند ممکنه سایبري امنیت د مسلو په هکله د ممکنه بیاکتنې غوښتنه وکړه.

دا خبرونه په سینګاپور کې د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون- چې بېجنیګ خپل یو ملګری بولي- له لیدنې څو ورځې مخکې دي.

ورته مطالب