"له طالبانو سره اوربند کې امریکا د داعش ضد عملیات پراخوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جېمز متیس له طالبانو سره اوربند د داعش ضد بریدونو ډېرولو لپاره چانس بولي.

واشنګټن پوسټ ورځپانه د امریکا د دفاع وزیر جېم مټېس له قوله لیکي، امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد خپل پوځي عملیات نور هم پراخوي.

جېم مټېس دا خبره تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې خبریالانو ته وکړه.

نوموړي وویل، اوس چې افغان دولت د یوې اونۍ لپاره له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړی، د امریکا پوځ ته به په دې موده کې فرصت په لاس ورشي چې د طالبانو پر ضد د خپلو هوایي عملیاتو ته دمه وکړي او ټول پام د داعش ډلې پر ضد عملیاتو ته واړوي.

ښاغلي مټېس تېره ورځ په خپلو خبرو کې له افغانستان بهر هم د داعش ډلې د ځپلو خبره وکړه او ټینګار یې وکړ چې امریکا غواړي په عراق او سوریه کې د دې ډلې پاتې نښې نښانۍ هم ختمې کړي.

خو واشنګټن پوسټ لیکي، د دفاع وزیر مټېس د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونو ته اشاره ونه کړه چې ویلي یې وو، امریکا غواړي ژر تر ژره له سوریې نه پښې سپکې کړي او دا کار په راتلونکو څو میاشتو کې هم کېدلی شي.

واشنګټن پوسټ وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکلسن هم د ناټو پرونۍ ناستې په څنډو کې له خبریالانو سره خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ډلې پر ضد پوځي عملیاتو وار د مخه زور اخیستی.

د دفاع وزیر مټېس هم خبریالانو ته وویل، که وسله وال طالبان له اعلان شوي اوربند ګټه پورته کړي، امریکا به وتوانېږي چې خپل ټول پام داعش او القاعدې ته واړوي، ځکه دا ډلې اصلاً باید په افغانستان کې فعالې نه وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اسټرالیايي ځواکونه تر ډېره په روزګان ولایت کې و.

د اسټرالیا ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې لیکلي، د دې هېواد د دفاع وزیرې مریسې د هغو اسټرالیاوي پوځیانو د کړنو دفاع کړې چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو تور پرې لګېدلی.

په ۲۰۱۶ کال کې په یو شمېر اسټرالیایي رسنیو کې رپوټونه خپاره شول چې د دې هېواد یو شمېر پوځیانو په افغانستان کې یو نیول شوی زنداني وژلی دی.

د رپوټونو له مخې، دا پوځیان په هغه افغان سرتېري پسې ګرځېدل چې ویل کېږي درې اسټرالیایي پوځیان یې وژلي وو.

د تلاشۍ او پلټنو پر وخت اسټرالیایي پوځیانو د سیمې یو شپون نیولی و.

ورځپاڼه لیکي، پوځیانو د دې شپانه لاسونه او سترګې ور تړلي، بیا یې د یوه غره له څنډې لاندې سیند ته ټېل وهلی او وروسته یې وژلی دی.

د دفاع وزیرې مریسې پېن د دې تورونو په اړه ویلي، په دې تړاو په ۲۰۱۶ کال کې پلټنې پيل شوې دي.

خو نوموړې ټینګار کړی چې پوځیانو یې هغه مهال په افغانستان کې په ډېرو سختو شرایطو کې او تر سخت فشار لاندې دنده ترسره کوله.

مېرمن پېن وایي، پلټونکې ډله چې هر ډول سپارښتنې وکړي، حکومت به ورسره همکاري کوي.

نوموړې زیاته کړې، د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه د دې هېواد اساسه دي او د اسټرالیا د خلکو او د ازادۍ د دفاع لپاره یې تل خپل ژوند په خطر کې اچولی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، د دې هېواد د دریو لویو سیاسي ګوندونو مشران به په راتلونکو ټاکنو کې له څو بېلابېلو ښارونو د خپلې نوماندۍ اعلان کوي.

ډان ورځپاڼه وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ښایي یوازې د پنجاب ایالت په دریو بېلابېلو ټاکنیزو حوزو کې د خپلې نوماندۍ کاغذونه جمع کړي.

پر دې سربېره به عمران خان له سیند او پښتونخوا ایالتونو هم په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي.

د پيپلز ګوند مشر بیلاول بوټو به له سیند ایالت او همدا رنګه له ملاکنډ ډوېژن نه هم نوماند وي.

ویل کېږي د نوموړي پلار او د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف زرداري هم پلان لري چې له نواب شاه ښار په راتلونکو ټاکنو کې ولسي جرګې ته نوماند شي.

د واکمن مسلم لیګ ګوند پخوانی مشر نواز شریف د محکمې له پرېکړې وروسته په ټاکنو کې د برخې اخیستو اجازه نه لري، خو کشر ورور یې او د ګوند اوسنی مشر شهباز شریف به له لاهور او یو بل ښار نه په دې ټاکنو کې برخه اخلي.

ډان ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د لویو سیاسي ګوندونو مشران پخوا هم د ټاکنو پر مهال له څو بېلابېلو سیمو نوماندان وو.

ښایي یو لامل یې دا وي چې که په یوه سیمه یا ښار کې دوی بریالي هم نشي نو له بل ځایه یې د بریا هیله شته وي.

ټاکلې ده چې په پاکستان کې د راتلونکې جولای میاشتې پر ۲۵مه نېټه پارلماني ټاکنې وشي.