د تاریخي سرمشریزې لپاره د امریکا او شمالي کوریا مشران سینګاپور ته ورسېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ په سینګاپور کې.

ولسمشر ټرمپ او کېم جونگ اون تاريخي سرمشريزې لپاره اوس سينگا پور کې دي او ټاکل شوې سبا سې شنبه سره وگوري.

لومړى د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په يوه چينايۍ الوتکه کې سينگاپور ته راغى او د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير له لوري ورته هرکلى وويل شو.

* شمالي کوریا: د پټ دولت نهه حقیقتونه

* روسیه د شمالي کوریا له کړکېچ سره څه کوي؟

د ولسمشر ټرمپ الوتکه "اېر فورس ون" هم څو ساعته وروسته را ورسېده.

دواړه مشران په بيلو هوټولونو کې چې له يوه بله ډېر واټن نه لري مېشت شوي او د سه شنبې ورځې سرمشريزې لپاره چمتو کېږي.

د دواړو ولسمشرانو لپاره دا مهمې شېبې دي.

کېم څه غواړي؟

د انځور حقوق Twitter Vivian balakrishnan
Image caption کيم جونگ اون سینگاپور کې له کوربنو سره.

کېم جونگ اون د سينگاپور له لومړي وزير سره په کتنه کې وويل " د ټولې نړۍ سترگې دې سرمشريزې ته دي".

نوموړي له لي هسین لونګ سره خبرو کې زیاته کړه، چې که له ډونلډ ټرمپ سره دغه لیدنه کې هوکړې ته ورسېږي، د سینګاپور نوم به ور سره تاریخي شي.

* ټرمپ د شمالي کوریا د اندېښنو لرې کولو هڅه کوي

* ټرمپ: د شمالي کوریا رهبر ښايي سپینې ماڼۍ ته را وبلم

ولسمشر ټرمپ هم له ښاغلي کېم سره دا لیدنه د سولې لپاره يوه بې مخينه هڅه وبلله.

امریکايي چارواکي هیله من دي چې دا لیدنه د هغه څه پیل وي چې پایله کې یې شمالي کوریا له اټومي وسلو لاس واخلي.

د خبرو ایجنډا

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption د سنتوزا ټاپو په یوه ډېر اوسمهالي هوټل کې کېم او ټرمپ سره ویني.

د شمالي کوريا مشر غواړي له دې لارې خپل هېواد له گوښیتوبه وباسي او ولسمشر ټرمپ هڅه کوي يوې تاريخې هوکړې ته ورسېږي.

له اټومي وسلو د شمالي کوريا پاکېدل به د سې شنبې ورځې د سرمشريزې د اجنډا سرټکى وي

خو دا لا نه ده مالومه چې ايا ولسمشر کېم به چمتو وي خپلې وسلې د اقتصادي او امنيتي امتيازونو په بدل کې له منځه يوسي؟

د خپلو اټومي وسلو د له منځه وړلو په تړاو د ښاغلي کېم څرگندونې تر اوسه له ابهامه ډکې دي، خو څوک نه پوهېږي چې دى به سرمشريزه کې له څه راز يوه وړانديز سره څرگندېږي.

ځينې کارپوهان په دې باور دي چې ښاغلى کېم ښايي هڅه وکړي د يوه اټومي ځواک په توگه په رسميت وپېژندل شي.

خو د ولسمشر ټرمپ ټينگار تل دا ویلي چې شمالي کوريا بايد له اټومي وسلو پاک هېواد وي.

له بلې خوا د شمالي کوریا خبري اژانس کې سي اېن اې وايي، چې مشر به یې د تلپاتې سولې او له اټومي وسلو د تشې کوریا ټاپووزمې په تړاو له ډونلډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

پنځلس میلیون ډالري لګښت

د انځور حقوق AFP
Image caption د دواړو د لیدنې په ځای کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

سينگاپوري چارواکي وايي پر سرمشريزې شاو خوا ١٥ ميليون ډالر لگښت راغلى چې نيمايي پر امنيتي تدابيرو لگېدلي.

د سينگاپور لومړي وزير ويلي چمتو دي چې سولې لپاره د نړيوالو هڅو په لړ کې دا لگښت په غاړه واخلي.

ورته مطالب