"طالبانو د چین او پاکستان په ضمانت حکومت سره اوربند ومانه"

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په وينا ليکلي، پاکستان او چين د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په ورځو کې کېدونکي اوربند په برخه کې د منځگړي کليدي رول لوبولى.

پاکستاني چارواکو ويلي له تېرو څو اونيو راهيسې د اوربند په تړاو پټې خبرې روانې وې او کابل هڅه کوله چې د افغان پخلاينې د بهير بيا پيل له يوۀ اوربند سره وشي.

دغو چارواکو ويلي طالبان دغه وړانديز ته په دې شرط هو وويل چې پاکستان او چين يې تضمين وکړي.

* 'د اوربند اعلان خلکو کې کمزورې هیله راټوکولې'

* طالبان به درې میاشتې اوربند وکړي؟

* افغان دولت د طالبانو درې ورځني اوربند هرکلی کړی

دغو چارواکو ويلي منځگړتوب دنده يوازې د چين وه او پاکستان د اسانتيا برابروونکي رول ولوباوۀ.

ورځپاڼه وايي د چين او پاکستان د رول په تړاو په څرگنده ډېرې خبرې ونه شوې او دا د هغه پوهاوي برخه وه چې د پروسې مشري او څښتنتابه بايد د افغانانو وي.

ورځپاڼه وايي بل گام ښايي دا وي چې پر مهمو مسايلو خبرو لپاره د باور جوړونې په موخه افغان حکومت د طالبانو ځينې بنديان خوشى کړي

ورځپاڼه وايي د ولسمشر غني له لوري د سولې له وړانديز وروسته داسې برېښي چې پاکستان او چين پر طالبانو خبرو اترو ته د کېناستو لپاره فشار راوړى وي.

ارشیف د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه

"استراليايي سرتېرو په افغانستان او عراق کې جنگي جنايتونه کړي"

استراليايۍ سندې مارنينگ هېرالډ ورځپاڼې "په افغانستان او عراق کې زموږ د جگړې په اړه د قضاوت مهال رارسېدلى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼې ځينو هغو رپوټونو ته اشاره کړې چې وايي استراليايي سرتېرو په افغانستان او عراق کې جنگي جنايتونه کړي.

ليکوال د يوۀ امريکايي متقاعد ډگروال له خولې ليکلي، په جگړو کې جرمونه له دې امله رامنځته کېږي چې د قانوني اصولو په اړه څرگند پوهاوى نه وي.

ډگروال مارک وارېن ورځپاڼې ته ويلي کله چې تاسو بېلابېل معيارونه او تگلارې وړاندې کوئ نو سرتېري هغه تگلارو او معيارونه ته مخه کوي او پلي کوي يې، چې ورته ښه او گټور برېښي.

ځينې وختونه ښه تگلاره هغه ده چې تر ټولو اغېزناکه وي، خو ځينې مهال بيا تر ټولو اسانه تگلاره سرتېرو ته تر ټولو ښه تگلاره برېښي.

له دې امله د ليکوال په وينا انضباط له منځه ځي او قومنده کمزورې کېږي.

* استراليا، افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جرمونو پلټنه کوي

برتانوۍ دې ټایمز ورځپاڼه :

بريتانيايۍ ټايمز مجلې ليکلي چې هندو ملتپالو مشهوره هندي فلمي ستورې پريانکا چوپړه وروسته له هغه په غدارۍ تورنه کړه چې د کوانيتکو په نامه يوۀ امريکايي سريال کې چې اغلې چوپړه په کې مرکزي کرکټر لوبوي د هندو ترهگرو د بريد پلان شنډوي.

کله چې د سريال دغه برخه خپره شوه د نوموړې پر ضد احتجاجونه وشول او پر انټرنټ هم وگواښل شوه.

د فلم کيسه داسې ده چې يو شمېر هندو توندلاري غواړي نيويارک کې د کشمير د شخړې په تړاو جوړې شوې يوې سرمشريزې پر مهال اټومي چاودنه وکړي او پړه يې پر پاکستان واچوي چې سريال کې د اغلې چوپړه کرکټر يې مخنيوى کوي.

دا سريال کيسې هندو ملتپال وپارول او پريانکا اړه شوه چې بښنه وغواړي.

ورته مطالب