'څوک به د افغانستان پرضد نن لوبېږي'؟

کرېکټ
د عکس تشریح،

د افغانستان د لوبډلې روزونکي فېل سایمن هم ویلي چې وېکټه وچه ده او دا په دې مانا ده چې توپ به سوېنګ کېږي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼه د افغانستان او هند ترمنځ د نن ورځې ټېسټ لوبې په اړه لیکنه لري.

ورځپاڼه وایي، د هند کرکټ لوبډلې روزونکی او کپتان نه پوهېږي چې د اوپنر توپ وهونکي په توګه څوک په لوبډله کې ولوبوي.

د ټایمز او انډیا په وینا د هند د لوبډلې درې واړه اوپنران جوړ دي، او کتل کېږي به چې څوک د افغانستان پر ضد نن لوبېږي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان سره ټېسټ لوبه هند ته دا فرصت ورکوي چې یو شمېر نوي لوبغاړي پکې ولوبوي او وګوري چې ایا د انګلستان پر ضد په راتلونکو لوبو کې یې لوبولی شي او که نه.

ټایمز او انډیا لیکي چې په دې لوبه کې د هند دایمي کپتان وېرات کوهلي نشته نو ډېر امکان لري چې پر ځای یې کرون نئر نن لوبه وکړي.

د سپېن بالرانو په اړه ورځپاڼه لیکي چې ښایي کولدیت یادو نن لوبه وکړي، خو دا هم شونې ده چې هند لوبډله دویم سپېن بالر ته هم ځکه لوبدله کې ځای ورکړي چې وېکټه سپېن ته مناسبه ښکاري.

د افغانستان د لوبډلې روزونکي فېل سایمن هم ویلي چې وېکټه وچه ده او دا په دې مانا ده چې توپ به سوېنګ کېږي.

که داسې وي نو د افغانستان لوبډله باید خوښه په دې وي چې د راشد خان او مجیب ځدران په څېر تکړه سپېن بالران په لوبډله کې لري، چې کولی شي د هند توپ وهونکو ته سرخوږی جوړ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ورځپاڼې په وینا، د روسیې پولیسو او چارواکو تر دې دمه دې خبرې ته پام نه و کړی او تر ډېره یې سترګې پرې پټولې.

"ټایمز اف ماسکو" ورځپاڼه لیکي، دا چې سر له ننه په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ پیلېدونکې دي، ورسره دا شونتیا هم ډېره شوې چې ګڼ شمېر مېرمنې دې په قاچاقي توګه روسیې ته راوستل شي او بیا دې دلته د جنسي کاروبار لپاره وساتل شي.

ورځپاڼه لیکي چې په روسیه کې جنسي کاروبار ناقانونه عمل دي، خو له دې سره سره د یو شمېر رپوټونو له مخې په دې هېواد کې کابو درې ملیونه په دې کاروبار اخته دي.

د ورځپاڼې په وینا، د روسیې پولیسو او چارواکو تر دې دمه دې خبرې ته پام نه و کړی او تر ډېره یې سترګې پرې پټولې.

خو اوس چې د فوټبال لوبو کتلو لپاره د نړۍ له بېلابېلو برخو سلګونه زره مینه وال او سیلانیان روسیې ته رسېدلي، چارواکي نه غواړي چې ناقانونه جنسي کاروبار د دوی نوم بد کړي او یا هم کومه بله ستونزه رامنځته کړي.

ورځپاڼه لیکي، پولیسو په دې وروستیو کې په هغو ۱۱ ښارونو کې پر جنسي کاروباریانو چاپې زیاتې کړې دي چې د فوټبال نړیوال جام لوبې پکې ترسره کېږي.

خو د بشري حقونو فعالین وایي، ستونزه دا ده چې روسیې د فوټبال نړوال جام ته د خلکو د را جذبولو لپاره د روسیې ویزه ډېره اسانه کړې، چې لا ډېر سیلانیان ورشي.

خو دا په مانا هم ده چې ګڼ شمېر مېرمنې ښایي د انساني قاچاقبرو لخوا روسیې ته ورسول شي او هلته بیا د جنسي کاروبار لپاره ترېنه ګټه واخیستل شي.

د عکس سرچینه، PRESS INFORMATION DEPARTMENT

د عکس تشریح،

د پروېز مشرف مدافع وکیل محکمې ته ویلي، نوموړی ناروغه دی او سفر کول ورته اسانه نه دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي، د دې هېواد سترې محکمې پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته د نن غرمې تر دوو بجو وخت ورکړی دی چې محکمې ته حاضر شي.

ورځپاڼه وایي چې د پېښور محکمې په ۲۰۱۳ کال کې پر جنرال مشرف په ټاکنو کې د ګډون بندیز لګولی و.

جنرال مشرف د دې پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته عریض وړاندې کړې وه.

همدا قضیه یې اوس په ستره محکمه کې روانه ده او له نوموړي څ څو ځله غوښتنه شوې چې محکمې ته حاضر شي.

خو ډان ورځپاڼه لیکي چې پخواني ولسمشر تر دې دمه د محکمې حکم نه دی منلی.

تېره ورځ د پاکستان قاضي القضات ثاقب نثار په خپلو څرګندونو کې وویل، په دې نه پوهېږي چې جنرال مشرف، چې ځان پخوانی کومانډو افسر هم بولي، محکمې ته له حاضرېدو دومره وېره ولې لري.

قاضي القضات زیاته کړه، که نن پنجشنبه نوموړی د غرمې تر دوه بجو محکمې ته حاضر نشي نو دوی به د هغه په غیاب کې خپله پرېکړه اعلان کړي.

د پروېز مشرف مدافع وکیل محکمې ته ویلي، نوموړی ناروغه دی او سفر کول ورته اسانه نه دي.

بله دا چې د هغه پر ضد په پاکستان کې د غدارۍ قضیه هم په محکمه کې ده، او ځکه نو باید هغه ته تضمین ورکړل شي چې د راتلو پر وخت به نه نیول کېږي.