د یمن په اړه اندېښنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د یمن په اړه اندېښنې

يمن کې وروسته له هغه ميليونونو خلکو ته د مرستو رساوي خوندي کولو هلې ځلې پيل شوې، چې د سعودي په ملاتړ حکومتي ځواکونو د حوثي ملېشو تر ولکې لاندې پر مهم بندر بريد پيل کړ. د الحديده سمندرغاړی ښار له څه د پاسه دريو کلونو راهيسې د حوثي وسله والو تر ولکې لاندې دی، چې ايران یې ملاتړ کوي. ملګري ملتونه وايي اته نيم ميليونه يمنيان له لوږې سره مخامخ دي، او د ډېرو لپاره یې دا بندر د خوراکي توکو رسولو يوازينۍ لار ده. تمه ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا يمن کې پر روان حالت د بحث لپاره د تړلو دروازو ترشا غونډه وکړي.