"پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستاني طالبان او پوځ دواړه ننګولي"

. د انځور حقوق EPA

امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه یوه لیکنه کړې ده. ورځپاڼه وایي، دې غورځنګ په یو وخت هم د پاکستان پوځ ننګولی او هم یې د پاکستاني طالبانو پر ضد په لویه کچه ولسي پاڅون پیل کړی دی.

ورځپاڼه وایي، د پاکستان پوځ عموما پر کورنیو چارو بشپړ کنترول لري او هېڅ کله هم کومې ډلې ورته سرخوږی نه دی جوړ کړی.

خو په دې وروستیو څو میاشتو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې لوی شمېر خلک راپارولي او د خپلو حقونو غوښتنه ښه په ښکاره توګه کوي.

له همدې کبله د دې هېواد پوځي جنرالان اوس نه پوهېږي چې د دې غورځنګ مخه څنګه ونیسي.

ورځپاڼه لیکي چې د پښتون ژغورنې ځورځنګ په پاکستان کې د پښتنو پر ضد د دې هېواد د پوځ او استخباراتو د ظلمونو او جنایتونو پر ضد راپورته شوی، او د دېرش ملیونو پښتنو، چې په پاکستان کې مېشت دي، حقونه غواړي.

وال سټریټ ژورنال وایي، دې غورځنګ په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لویې او بریالۍ جلسې کړې دي.

منظور پښتین او ملګرو ته یې الوتکه کې کراچۍ ته د تلو اجازه ور نه کړل شوه

"منظور پښتین هغه وخت چېرې و چې"

په دې لړ کې یې تر ټولو لویه جلسه په پېښور کې وه چې ویل کېږي کابو ۶۰ زره کسانو پکې ګډون کړی و.

د سوات په جلسه کې یې ۲۵ زره کسان، د کراچۍ په هغه کې ۱۰ زره او د لاهور په جلسه کې یې د اټکلونو تر مخې ۸ زره کسانو د پاکستان له بېلابېلو برخو ګډون کړی و.

ورځپاڼې د غورځنګ د مشر منظور پښتون په اړه هم لیکلي چې په ۲۶ کلنۍ کې یو ډېر کرېسماتیک شخصیت دی او په خپلو ویناو کې د هغو کسانو یادونه کوي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې یا وژل شوي او یا هم لادرکه دي.

دېپلومات مجله

د پاکستان دېپلومات مجله لیکي، داسې ښکاري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې بلاخره د رغېدو خوا ته روانې دي، او په دې وروستیو کې ځیني پرمختګونه همدې ټکي ته اشاره کوي.

مجله لیکي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته ولاړ او د دې هېواد له مشرانو سره یې په سیمه کې د ترهګرۍ په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

له دې سفر نه څو ورځې وروسته د پاکستان د پوځ ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه کې په پښتو ژبه یوه دوه ټویټونه وکړل.

په لومړي ټویټ کې جنرال آصف غفور د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته مبارکي ورکړه چې له بنګله دېش نه یې د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.

په دویم ټویټ کې نوموړي هیله څرګنده کړه چې امریکا، ناټو او افغان دولت به په افغانستان کې په روانه جګړه کې بریالي وي.

له دې وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز هم کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې وکتل.

"طالبانو د چین او پاکستان په ضمانت حکومت سره اوربند ومانه"

د پاکستان پوځ لوی درستیز کابل ته تللی

په ورته وخت کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ دوه اړخیز اوربند هم اعلان شو چې سر له ننه به یې دواړه خواوې مني.

داسې ویل کېږي چې د پاکستان لخوا ښایي پر طالبانو فشار اچول شوی وي چې له افغان دولت سره اوربند ته غاړه کېږدي.

ورځپاڼه لیکي چې یو شمېر جګپوړي امریکایي چارواکو هم په دې وروستیو کې له پاکستاني مشرانو سره تیلیفوني خبرې کړي او د افغانستان روانه جګړه هم پکې یاده شوې.

دېپلومات د دې هرڅه خلاصه دا را وباسي چې د امریکا او چین د فشار له کبله ښایي د افغانستان او پاکستان اړیکې بلآخره یو څه ښې شي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

د انځور حقوق Getty Images

او د پاکستان ډان ورځپاڼې په دې هېواد کې د دوه اخترونو پر جنجالي موضوع لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې تېره شپه د پاکستان د رویت هلال کومیټۍ په کراچۍ کې ناسته وکړه او غوښتل یې چې د شوال میاشت وګوري.

خو میاشت ونه لیدل شوه او له همدې کبله یادې کومېټې اعلان وکړ چې پاکستان کې به کوچنۍ اختر د شنبې پر ورځ وي.

خو بله خوا په پېښور ښار کې د مفتي شهاب الدین پوپلزي تر مشرۍ لاندې یوې غیر رسمي کومیټې هم ناسته درلوده.

یادې کومېټې برعکس اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د شوال میاشت تېر ماښام ولیدل شوه او خلکو په دې اړه دوی ته خپل شهادتونه هم ورلېږلي.

نو له همدې کبله دې کومیټې اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به نن د جمعې پر ورځ اختر وي.

ورځپاڼه وایي چې په پاکستان کې دا جنجال له ډېرو کلونو راهیسې روان دی، او ډېری وخت په ټول هېواد کې اختر په یوه ورځ نه وي.

د پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو ډېری وګړي له مرکز اسلام اباد سره یو ځای اختر کوي او د مرکزي رویت هلال کومیټۍ خبره مني.

خو د خیبر پښتونخوا او قبایلو خلک بیا د پېښور له ځایي کومیټۍ سره اختر او روژه کوي.

ورته مطالب