هغه سیمه چې حجاب پکې ستونزه راپورته کولای شي

Dalia Anan د انځور حقوق Dalia Anan
Image caption دالیا وايي، دوو رستورانونو ته د ټیکري له کبله د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې

۴۷ کلنه مصرۍ مېرمن دالیا انان د حجاب په تړاو د خپل هېواد او برتانیا پرتله کوي او وايي:

'د قاهرې پرتله لندن کې حجاب کول اسان معلومېږي '

دالیا ای ټي انجینره ده. دوی کاله مخکې برتانیا ته لاړه، چې هلته یې ماشومان په زده کړو بوخت دي. هغه وايي، فکر کوم د دغه هېواد پرتله هلته د ډېرو خلکو سترګې راپسې وې.

د مصر ډېر اوسېدونکي مسلمانان دي او هلته که کومه ښځه حجاب کول غواړي، د قدر په نظر ورته کتل کېږي، خو له څو کلونو راهیسې دا هر څه بدلېږي او په ځانګړې توګه په اشرافو کې.

دالیا وايي، له ماښامه وروسته د شمالي ساحلي سیمې یو شمېر رستوارنونه د ننوتو اجازه نه ورکوي. نوموړې وايي هلته د عید په ورځو کې ډېر خلک د سیل لپاره د مدیترانې سمندر غاړې سیل ځایونو ته ځي او همالته دوو لویو رستورانونو کې د حجاب له کبله د ننوتو اجازه نه ورکول کېده.

قاهره کې د اشرافیه ښځو او نجونو حجاب معمول دی.

د انځور حقوق Dina Hisham
Image caption دالیا وايي، نن سبا قاهره کې حجاب د عوامو لباس بلل کېږي.

د کاناډا اوسېدونکې ۲۳ کلنه دینا هشام وايي:

'دا تصور مې هم نه شو کولای، چې وګورم مصر کې کوم ځای ته حجاب کوونکې ښځې نه شي ورتلای. '

داسې رپوټونه هم شته، چې د لامبو لپاره د هغو کالیو پر اغوستو هم بندیزونه دي، چې پوره بدن پټوي او برکیني یې بولي. د ټورنټو یارک پوهنتون محصله دینا په دې باور ده، چې ښايي حجاب په یوه ځانګړې کټګورۍ کې ساتل کېږي او په ځانګړې توګه هغو ځایونو کې پرې بندیز لګېدلی، چې شتمن اشراف ورځي.

هغه وايي:

'مصر کې اوس هغه خلک اشراف بلل کېږي، چې ډېرې پېسې ولري، د عربي پر ځای په انګلیسي ژبه خبرې کوي، تنګ نظري نه کوي، یعنی شراب څښي او داسې کالي اغوندي، چې بدن یې پکې نه پټېږي. '

موږ له دغو ښځو سره له خبرو وروسته له یادو رستورانونو سره د خبرو هڅه وکړه، خو بریالي نه شوو.

له څومره ښځو سره چې موږ خبرې وکړی، اکثر یې په دې باور دي، چې د قاهرې شتمنې ښځې حجاب پرېږدي. هغه ښځې چې ټیکري پرسروي، پوښتنه ترې کېږي، چې ولې یې تر اوسه د ټیکري پرسرول نه دي پرې ایښي.

د انځور حقوق Nike
Image caption منال رستم د فېسبوک له لارې د حجاب کوونکیو ملاتړ کوي

د مصر منال رستم فارماسیسټسه یا درمل جوړونکې ده. نوموړې د 'نایکې ' لومړنۍ حجاب کوونکې ماډله وه. هغه وايي نن سبا د حجاب مخالفه زمانه ده:

زما ټولې خپلوانې او دوستانې اوس حجاب نه کوي او ما ته وايي، چې زه به حجاب کولو ته یوازې پاتې شم.

منال پر فېسبوک د هغو خلکو مرستې ته یوه پاڼه جوړه کړې، چې غواړي حجاب وکړي. دغه پاڼه چې ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوې، اوس یې د غړو شمېر ۶۲۰ زره کسانو ته رسېږي.

د انځور حقوق Ranya Essam
Image caption د دغه ګروپ غړو شمېر سلګونو زرو ته رسېږي

۳۰ کلنه حبا چې روان کال یې 'مای چوایس ' یا زما خوښه هشټګ نومي کمپاین کې برخه درلوده، وايي، درې کاله وروسته له بهره مصر ته ستنه شوه او وايي، حیرانه شوه، چې مصر کې یې پر حجاب ملنډې وهل کېدې او په ټیټ نظر ورته کتل کېدل.

د انځور حقوق #MyChoice
Image caption د خواله رسنیو کمپاین هدف له هغو ښځو سره مرسته وه، چې حجاب کوي

حبا د قاهرې په امریکايي پوهنتون کې د سلاکارې دنده لري او وايي، دغه ډول ادارې ورسره د کمپاین لا غښتلتیا لپاره مرسته کوي. د 'مای چوایس ' هشټګ کمپاین لړ کې د ۱۹ داسې ښځو د ژوند کیسې وشوې، چې حجاب کوي.