طالب قومندان: مشران به د اوربند د غځولو پر شونتیا غور کوي

د انځور حقوق fb

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، تېره ورځ د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په مرکزونو کې داسې صحنې وې چې څه موده وړاندې یې تصور هم ګران و.

ورځپاڼه وایي، د اختر پر لومړۍ ورځ په بېلابېلو ښارونو کې وسله وال طالبان لارو او بازارونو ته راوتلي وو او له افغان امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو سره یې یو ځای د کوچني اختر خوشحالي لمانځله.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا، په بېلابېلو ښارونو کې د افغانستان ملي بیرغ او د طالبانو سپین بیرغ څنګ پر څنګ سره رپېدل.

په نورو انځورونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د مشر ملا هبته الله له نومونو سره لیکلي وو چې خلک سوله غواړي.

په لویدیځ هرات ښار کې د پنجشنبې په ماښام خلک لارو کوڅو ته راوتلي وو او د اوربند په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون د اختر تر لمانځه وروسته په خپل پیغام کې ومنله چې طالبانو اعلان شوی اوربند پلی کړی دی او تمه یې وښوده چې دا اوربند به د نورې مودې لپاره هم وغځېږي.

په هرات ولایت کې د عزت الله په نامه د طالبانو یو ځایي مشر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، دوی ولیدل چې افغان ولس دې اوربند ته څومره خوشحال و.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو مشران به اوس پر دې غور کوي چې د دې اوربند د غځولو شونتیا شته او که نه.

ایکسپريس ټریبیون

د پاکستان ایکسپريس ټریبیون ورځپاڼه د پاکستاني طالبانو د وژل شوي مشر ملا فضل الله د قبر عکسونه خپاره کړي دي.

په یو عکس کې د ملا فضل الله او په دویم کې څلور قبرونه ښودل شوي او ویل کېږي چې دا نور وژل شوي کسان د ده قومندانان او ملګري دي چې ورسره یو ځای وژل شوي.

د ورځپاڼې په وینا، دا څلور قومندانان ابوبکر، ساجد، عمر او عمران نومېدل.

ورځپاڼه وایي، دا عکسونه یې وروسته له هغه ترلاسه کړل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني پوځ مشر او لومړي وزیر سره تلیفوني خبرې وکړې او د ملا فضل الله وژنه یې تایيد کړه.

ایکسپرېس ټریبیون لیکلي چې پر ملا فضل الله د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې برید شوی.

خو امریکایي او افغان چارواکو ویلي وو چې نوموړی د کونړ په مروره ولسوالۍ کې وژل شوی.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي چې ملا فضل الله له ۲۰۰۹ کاله را په دې خوا په افغانستان کې پټ و.

د ورځپاڼې په وینا، د روان کال په مارچ میاشت کې امریکایي ځواکونو په کونړ ولایت کې په یوه ډرون برید کې د ملا فضل الله ۱۷ کلن زوی عبدالله او شل تنه نور وسله وال هم وژلي وو.

ورځپاڼه وایي، ملا فضل الله په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور ښار پر یوه پوځي ښوونځي د خونړي برید مسولیت هم منلی و، چې کابو ۱۴۰ تنه ماشومان پکې وژل شوي وو.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق fb
Image caption خواله رسنیو کې دا انځور ډېر لاس په لاس شوی دی.

او د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د سولې د هغه کاروان په اړه لیکنه کړې ده چې له هلمند پلازمېنې کابل ته روان دی.

ورځپاڼه لیکي چې په دې کاروان کې د هر عمر او هر مسلک کسان شامل دي.

په دوی کې تر ټولو کشر ۱۷ کلن او تر ټولو مشر کس ۶۵ کاله عمر لري.

د نیویارک ټایمز په وینا، دا کاروان چې هر څومره کابل ته نږدې کېږي، د ګډونوالو شمېر یې لا پسې ډېرېږي.

ورځپاڼه لیکي، په دوی کې یو د ښوونځي استاد، یو محصل، یو تن جوړونکی ورزشکار، بزګر، مزدورکار، پخواني پوځي افسران او یو تن داسې شاعر هم شته چې څلور ځله په ډزو لګېدلی او یوه مرمۍ یې اوس هم خپله سینه پورې تړلې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، په دې مارچ کې په پيل کې یوازې اته کسان شامل وو.

دوی د هلمند کې تر یوه خونړي برید وروسته په لښکرګاه ښار کې احتجاجي خیمه ولګوله.

وروسته یې د کابل پر لور پلی مارچ پيل کړ او کله چې د غزني ښار ته ورسېدل نو شمېر یې ۶۵ تنو ته رسېدلی و.

په دوی کې د ډېرو کسانو پښې تڼاکې شوې دي او د مارچ ډېره برخه یې د روژې په میاشت کې په داسې کال کې ترسره کړه چې په سخته ګرمۍ کې به یې ټوله ورځ مزل کاوه او ورسره به یې روژه هم نیولې وه.