"پاکستان د اټومي سروکو په برخه کې له هند مخته کېدل غواړي"

د انځور حقوق AFP

ټايمز اف انديا د هند او پاکستان اټومي وسلو په تړاو مطلب خپور کړى او وايي پاکستان هڅه کوي د اټومي سروکو په برخه کې له هند وړاندې و.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، پاکستان اوس مهال له ١٤٠ نيولې تر ١٥٠ اټومي سروکي لري، حال دا چې د هند د اټومي سروکو شمېر له ١٣٠ نيولې تر ١٤٠ پورې دي.

د چين د اټومي سروکو شمېر بيا ٢٨٠ ته رسېږي.

ورځپاڼه وايي خو سره له دې چې د پاکستان د اټومي وسلو شمېر دى خو د هند د اټومي بريد د مخنيوي وړتيا پياوړې ده او داسې ډيزاين يا جوړه شوې چې د پاېښت او عصري کېدو وړ ده.

ورځپاڼه وايي روسيه او امريکا بيا په دې برخه کې په ډېره لوړه کچه کې دي. او هر يو له ٦٤٥٠ نيولې تر ٦٨٥٠ اټومي سروکي لري.

د انځور حقوق Basir salangi/facebook
Image caption د فراه د والي سره وسلوال طالبان.

بريتانيايۍ انډېپنډنټ ورځپاڼې ليکلي چې طالب وسلوالو د درې ورځني اوربند پر مهال له افغان ځواکونو سره د سېلفي اخيستو له امله د خپلو مشرانو غوسه راپارولې ده.

ورځپاڼه وايي، اوس د طالبانو مشران خپلو هغو وسلوالو ته چې ښارونو ته تللي وو او افغان سرتېرو سره يې انځورونه اخيستي د سزا ورکولو خبره کوي.

ورځپاڼې د طالبانو د يوه لوړپوړي چارواکي په وينا چې د نوم نه ښوولو په شرط يې له روېټرز خبري اژانس سره خبرې کړي ويلي، ان د طالبانو مشر هېبت الله اخوندزاده هم له دې امله ناخوښه و.

دغه چارواکي زياته کړې "چې يوه بېړنۍ غونډه وبلل شوه او قومندانانو ته د هغو طالب وسلوالو پر وړاندې د سخت انضباطي گام پورته کولو لارښوونه وشوه چې ښارونه ته تللي او له افغان ځواکونو سره يې عکسونه اخيستي دي.

نيويارک ټايمز " يوه پرهېزگار نسل روزلو لپاره د ولسمشر اردوغان پلان ترکي ميندې او پلرونه سره ويشلي دي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي ښوونځي پرته له خبرتيا يا له يوې لنډې خبرتيا وروسته تړول کېږي.

ازموينې د ولسمشر په غوښتنه لغوه کېږي، لسگونه زره ښوونکي له دندو گوښه شوي او د ميندو او پلرونو له رضايت پرته مذهبي ډلې په ښوونځيو کې ښوونه کوي.

ورځپاڼه زياتوي چې ولسمشر اردوغان په ترکي ټولنه کې د بدلون راوستو په تړاو خپل هوډ نه دى پټ کړى.

خو د هغه تگلارو کې تر ټولو ناندريز د مذهبي زدکړو پراخول دي.

ميندې او پلرونه د دغو بدلونو پر وړاندې ودرېدلي او هڅه کوي خپلو ماشومانو ته داسې ښوونځي ومومي چې پکې د ښوونې او روزنې معيار ښه وي، ځکه د دوى په باور اوس د معارف کيفيت خراب شوى دى.

خو ښاغلي اردوغان ويلي چې مذهبي ښوونځي او مضمونونه به اختياري وي.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر اردوغان غواړي د ترکيې انځور بدل کړي او د دغه هېواد د بنسټګر مصطفا کمال اتا ترک له ميراث سره سيالي وکړي.

د هغه مخالفين اندېښنه لري چې راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر په توگه د هغه برى چې نوي واکونه يې هم تر لاسه کړي په ټولنه کې د بدلون راوستو لپاره به د نوموړى لاس لا پرانيځي.

عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي چې سعودي په تېر نږدې يوه نيم کال کې د کار اقامو يا ويزو له شرايطو د سرغړونې په تور څه د پاسه يو ميليون وگړي نيولي دي.

د نيولو شويو څه د پاسه نيمايي د يمن وگړي دي.

د ٤٣ سلنه ايټوپيايان او درې سلنه نور يې بيا د نورو هېوادونو دي.