"اسراییلي وزیر ایران ته جاسوسي کوله"

د انځور حقوق Reuters

د اسراییل د کورني امنیت سازمان ویلي، د ایران استخباراتو د ګونین سیګیف په نوم یو پخوانی اسراییلی وزیر د جاسوس په توګه ګومارلی و.

سرچینه زیاتوي، سیګیف، چې له ۱۹۹۵ تر ۱۹۹۶ کاله د انرژۍ وزیر و، اوسمهال په نایجریا کې اوسېږي.

نوموړی په تېره مې میاشت کې ونیول شو، بیا اسراییل ته واستول شو او رسماً ایران ته په جاسوسۍ تورن شو.

څېړونکو ته جوته شوې چې سیګیف په ۲۰۱۲ کال نایجریا کې د ایران سفارت کې له ځینو چارواکو سره اړیکه نیولې او ایران ته له ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره دوه ځلې تللی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، سیګیف د ایراني بنسټونو له خوا د اړیکو شیفر لرونکی سیستم ترلاسه کړی او تهران ته یې د "انرژۍ، اسراییل کې د امنیتي ځایونو او د سیاسي او امنیتي بنسټونو کې د چارواکو په اړه معلومات ورکول."

ویل کېږي ۶۲ کلن سیګیف ایراني استخباراتو ته ځینې وکیلان معرفي کړي او ایرانیانو ته یې د سوداګرو په توګه ورپېژندلي.

فرانس پرېس خبري اژانس د سیګیف د وکیل له خولې ویلي، لاهم پر موکل یې ډېری لګول شوي تورونه پټ پاتې دي، ځکه چې دولت همدا غوښتنه کړې ده.

سیګیف په ۲۰۰۴ کال د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول او بندي شو، په ۲۰۰۷ کال له زندان نه تر خوشي کېدا وروسته له اسرائیلو ووت او بهر کې یې ژوند غوره کړ.