۲۰۱۷ کې ۶۸ میلیون خلک په زور بې ځایه شوي

کډوال د انځور حقوق UNHCR

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان UNHCR وايي، په تېر ۲۰۱۷ کال کې په نړیواله کچه په زور د بې ځایه شویو کډوالو شمېر تر ۶۸ میلیون اوښتی و، چې دوه پر درې برخه یې د سوریې، افغانستان، جنوبي سودان، میانمار او سومالیا وو.

دغې ادارې په یوه تازه رپوټ کې د کډوالو د نړیوال کړکېچ اصلي لاملونه وسله والې نښتې او د ځورونې او تاوریخوالي بېلابېل ډولونه بللي دي.

د رپوټ له مخې، په تېر ۲۰۱۷ کال کې ۶۸٫۵ میلیون وګړي خپلو کورونو پرېښودو ته اړ ایستل شو، چې ۱۶٫۲ میلیونه په یاد کال کې یو یا دوه ځلې بې ځایه شوي دي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي، هره ورځ کابو ۴۴۵۰۰ کډوال یا په هره ثانیه کې دوه کسان بې ځایه شوي.

په رپوټ کې راغلي، له څه باندې ۶۸ میلیون بې ځایه شویو وګړو څخه ۲۵٫۴ میلیونه یې د شخړو، ځورونې او د ښکېلو ډلو د جګړو له کبله بې ځایه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر فلیپو ګرانډي وویل: ''موږ له یوه لوی کړکېچ سره مخامخ یو. نن چې د بې ځایه شویو نړیواله ورځ ده، غړو هېوادونو ته مې پیغام دا دی چې زموږ له طرحې ملاتړ وکړي؛ ځکه چې هېڅوک هم پخپله خوښه نه کډوال کېږي، خو موږ ټول دا غوراوی لرو چې له دوی سره همکاري وکړو.''

د جون ۲۰مه هر کال د پناه اخیستونکو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

"افغان حکومت له ترکیې غوښتي کډوال ور ستانه نه کړي"

اروپا؛ یو افغان د ۷۱ کسانو د وژلو پېښه کې پر ۲۵ کاله بند محکوم شو

ترکیه: ۳ میاشتو کې ۳۰ زره افغان کډوال راغلي

په رپوټ کې ترکیه له ۳٫۵ میلیون کډوالو ته د سرپناه په ورکولو سره، په نړیواله کچه د نورو هېوادونو پرتله لوی کوربه هېواد یاد شوی، چې ډېری کډوال له ناامنه ګاونډۍ سوریې ورغلي دي.

اروپا ته د افغان کډوالو تګ کم شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption په ریپوټ کې ترکیه له ۳٫۵ میلیون کډوالو ته د سرپناه په ورکولو سره، په نړیواله کچه د نورو هېوادونو پرتله لوی کوربه هېواد یاد شوی، چې ډېری کډوال له ناامنه ګاونډۍ سوریې ورغلي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو په تګ کې پام وړ کموالی راغلی دی.

د کډوالو چارو وزارت ویاند حفیظ الله میاخیل وايي د افغان حکومت یو لړ پروګرامونو او په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو د منلو شرایطو سختېدو بهر ته د افغان ځوانانو د کډوالۍ د کمېدو اصلي لاملونه دي.

نن په افغانستان کې هم د کډوالۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption کډوال له ډېرو ناخوالو سره مخامخ شول

سوريه، افغانستان، سوېلي سودان، برما او سوماليا هغه هېوادونه دي چې په تېر زېږيدي کال کې د کډوالو شوو شاوخوا ۶۹ ميلیونه وګړو اویا سلنه برخه جوړوي. افغانستان چې شپږ میلیونه وګړي چې د دغه شمېر پنځلس سلنه جوړوي په نړۍ کې کډوال دي په دویم کتار کې دی.

د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې تازه راپور ښيي چې د نړۍ له هرو ۱۱۳ کسانو یو په نړۍ کې کډوال دی. افغانستان د خپلو ګاونډیانو او سيمې پر تله ډېر کډوال لري. د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي افغانستان په کابو اویا هېوادونو کې کډوال لري.

په ورته وخت کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې له پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته هم راستانه شوي او لا هم په تېره بیا له ایران او پاکستانه د بېرته ستنېدو په حال کې دي. بېرته ستانه شوي وګړي د افغانستان د ټول نفوس کابو شل سلنه برخه جوړوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تدامیچي: "له ۲۰۰۲ کال راهیسې پنځه نيم ميلیونه کډوال افغانستانه ته ستانه شوي."

په افغانستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی تاداميچي یاماموتو وايي د خپلو وګړو په عزت بېرته ستنول باید د دولت یو لومړيتوب وي:

"له ۲۰۰۲ کال راهیسې پنځه نيم ميلیونه کډوال افغانستانه ته ستانه شوي. خوندي او عزتمنده بېرته ستنېدنه د افغانستان د دولت لومړيتوب دی، خو د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان په ګډون خپلو هېوادونو ته بېرته ستنېږي ګڼې ننګونې شته. دا ننګونې د پخوا پرتله ډېرې شوې هم دي."

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د نوي حکومت له واک ته رسېدو سره سم له افغانستان څخه کډوالي خپل اوج ته ورسېده او په شاوخوا یوه نیم کال کې دوه سوه زره کسانو د ګڼو خطرونو له منلو سره سره د اروپا په لور له قاچاقبرو سره د تګ یون وکړ.

په کابل کې د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د حکومت د اجرايي مشر د کاري دفتر په ودانۍ کې په جوړ شوي نندارتون کې د افغان کډوالو عکسونه هم نندارې ته اېښودل شوي چې پکې راستنو شوو وګړو ته د کورونو د بیارغونې او مسلکونو د زدکړې د کارځایونو عکسونه تر نورو ډېر تر سترګو کېږي.

په آسیا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر د افغان کډوالو د تدریجي او خوندي خپل خوښې بیاستنېدنې پر موضوع د ټینګار ترڅنګ په جنوا کې په را روانه نومبر میاشت کې د یوې ناستې د جوړېدو خبر هم ورکړی.

ورته مطالب