ترکیه کې ټاکنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترکیه کې ټاکنې

ترکيه کې نن له ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو مخکې د ټاکنيزو مبارزو او هلو ځلو وروستۍ ورځ ده. کله چې ولسمشر اردوګان دا تېر اپرېل له وخت مخکې د ټاکنو ترسره کولو اعلان وکړ، دی په کې برلاسی برېښېده. خو مخالفو ګوندونو يې په حيرانوونکي ډول ځواکمنه مبارزه وکړه، او اوس داسې ښکاري چې دا به اوسنۍ موده کې د ترکیې تر ټولو کلکې مبارزې او سره نژدې پايلو ټاکنې وي.