امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا ووتله

نیکی هیلی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

نیکي هیلي د بشر حقونو شورا له اسراییل سره په "نه ختمېدونکې دښمنۍ" هم تورنه کړه

د ډونلډ‌ ټرمپ حکومت ویلي، امریکا د ملګرو ملتونو د بشر حقونو له شورا وځي.‌ امریکا دغه بنسټ د ایران په ګډون په ځینو هېوادونو کې د بشر حقونو په تړاو په ریاکارۍ او د اسراییلو پروړاندې د مغرضانه دریځ په خپلولو تورن کړی.‌

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د سې شنبې په ورځ‌ (جون ۱۹مه) دا پرېکړه واشنګټن کې په یوه کنفرانس کې اعلان کړه.‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم ددې خبرې د اعلانېدو پرمهال د اغلې هیلي ترڅنګ ولاړ و.‌

نیکي هیلي په ایران کې د تېر کال اعتراضونو ته په اشارې سره وویل:‌ "په ډیسمبر او جنورۍ میاشتو کې چې د ایران حکومت سلګونه وګړي مازې د هغوی د نظرونو څرګندولو له کبله ووژل او ونیول، دغې شورا هېڅ غبرګون ونه ښود".

دې وویل:‌ "کله چې په اصطلاح د بشر حقونو شورا وینزوېلا او ایران کې د بشر حقونو سرغړونې نه شي ارزولی او د کانګو دیموکراټیک جمهوریت د یوه غړي په توګه مني، خپل ارزښت له لاسه ورکوي".

دا هم ولولئ:

نیکي هیلي د بشر حقونو شورا له اسراییل سره په "نه ختمېدونکې دښمنۍ" هم تورنه کړه چې په وینا یې،‌ دغه بنسټ په روان زیږدي کال کې د اسراییلو پرضد پنځه پرېکړه لیکونه تصویب کړي دي.‌

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویاند ددې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: "عمومي منشي ډېره غوره بولي چې امریکا د بشر حقونو په دې شورا کې پاتې شي. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو جوړښت د نړۍ په هر ګوټ‌کې د بشر حقونو د دودولو او دفاع کې مهم رول لوبوي."

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د امریکا استازې له وینزویلا غوښتي چې د بشر حقونو د سرغړونو له کبله ددې شورا غړیتوب پرېږدي

خو اغلې هیلي دوې اونۍ وړاندې د سویس په جنیوا کې د بشر حقونو د شورا پرمهال ویلي وو،‌ دغه بنسټ باید "د اسراییل ضد دریځ له خپلولو ډډه وکړي." هغې دا هم وویل چې د ټرمپ حکومت په یاده شورا کې خپل رول او ګډون په "دقیقه توګه ارزوي".

هغې واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې یوه مقاله کې خبرداری ورکړی چې د بشر حقونو شورا "وینزوېلا،‌ کیوبا او ایران کې د بشر حقونو د فاحشو سرغړونو له غندلو نه د ډډې کولو پخاطر خپل باور له لاسه ورکړی دی".

هغه زیاتوي: "د منلو وړ نه ده چې د بشر حقونو شورا لاهم د وینزوېلا د حکومت پرضد یوه مصوبه هم نه ده خپره کړې،‌ حال دا چې له مارچ میاشتې راهیسې تر اوسه دغې شورا د اسراییل پرضد پنځه مغرضانه پرېکړه لیکونه تصویب کړي دي."

پوځي نیواک

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنر رعد الحسین په وروستیو کې ویلي وو چې "د فلسطین خلک نیمه پېړۍ تر پوځي نیواک لاندې ژوند کوي."

د بشر حقونو دا شورا ۴۷ غړي لري، چې هر کال یوځل عمومي ناسته لري او اوسنۍ ناسته یې د جون میاشتې تر ۲۳ مې دوام لري؛ په پام کې وه د جون پر ۱۹مه په نیول شوې خاوره کې د فلسطینیانو وضعیت وارزوي. د تېرو مصوبو پراساس،‌ د بشر حقونو شورا باید پخپلو ټولو ناستو کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ اختلاف او لانجه ارزولې وای.‌

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنر رعد الحسین په وروستیو کې ویلي وو چې "د فلسطین خلک نیمه پېړۍ تر پوځي نیواک لاندې ژوند کوي." ده دا هم ویلي وو چې اسراییل هم حق لري په امنیت او له وېرې او ترهې پرته ژوند وکړي: "د نیواک د دوام پایله دا ده چې په دواړو خواوو کې خلک لا ډېر ځورېږي"‌.

د عکس سرچینه، Empics

د عکس تشریح،

د بشر حقونو په ټولو ناستو کې نیول شویو سیمو کې د فلسطینیانو د وضعیت ارزول د سر موضوع وه

امریکا او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا له یو او بل سره ډېرې نژدې اړیکې لرلې.‌

امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش (زوی) د واکمنۍ پرمهال د بشر حقونو شورا تحریم کړې وه،‌ دا ځکه چې باور یې کاوه دغه بنسټ کمزورو بشري حقونو لرونکو هېوادونو ته غړیتوب ورکوي.

خو د بارک اوباما حکومت د ۲۰۰۹ کال په مې میاشت کې د بوش پر دې پرېکړې بیا له سره غور وکړ او واشنګټن ددغې شورا غړی شو.‌

د ټرمپ حکومت تېر کال د دوی په ټکو د "اسراییل ضد اړخ نیولو" له کبله د ملګرو ملتونو له علمي، کلتوري او روزنیز سازمان (یونیسکو) هم ووت.‌

اسراییل هم د امریکا ددې پرېکړې له اعلان وروسته له یونیسکو ووت.