شل کلن زلمی خپلې جنازې ته ورسېد

پیراګوای

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د یوان له ستنېدو وروسته مړی بېرته پولیسو ته وسپارل شو، خو تر اوسه پېژندل شوی نه دی.

یو ۲۰ کلن زلمی او د کورنۍ غړي، خپل خپلوان یې هغه مهال حیران پاتې شول، چې دغه زلمی هم د ده په نامه وروستیو مراسمو ته په ژوند ورسېد.

کیسه یې داسې وه، چې د پاراګوای اوسېدونکي ځوان یوان رامون الفونزو درې ورځې مخکې له کوره وتلی و.

دوی د برازیل پولې ته څېرمه اوسي او دغه سیمه د نشه يي توکو پلورونکو ډلو د خپلمنځي شخړو له کبله خورا خطرناکه بلل کېږي.

یوان کور ته ستون نه شو او بل لور ته پولیسو یو سوځېدلی مړی وموند، چې له کبله یې ټول په دې باور شول، چې یوان وژل شوی دی.

کله چې درې ورځې وروسته یوان کور ته ستون شو، خپلوان یې ولیدل، چې د ده په نامه د سوځېدلي مړي سر ته ویر کوي.

د یوان له ستنېدو وروسته مړی بېرته پولیسو ته وسپارل شو، خو تر اوسه پېژندل شوی نه دی.

پولیس وايي که وارث یې و نه موندل شي، د نامعلومو کسانو کټګورۍ کې به یې ثبت کړي.

بل لور ته دا معلومه نه ده، چې یوان تر درې ورځو پورې چېرې و او څه یې کول.