پاکستان کې زيارتونه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې زيارتونه

پاکستان او افغانستان کې له سلګونو کلونو راهيسې خلک زيارتونو ته ورځي. مينه وال او عقيدتيان یې د سپېڅلتيا په سترګه ورته ګوري، او د ځينو صوفيانه طريقو لارويان په کې ځانګړي مراسم هم ادا کوي. دوی له زيارتونو سره د احساساتو ژور تړاو ښيي. د همدغو بارونو له مخې د صوفيانو زيارتونه پاکستانۍ ټولنه کې د ديني او ټولنيز جوړښت يو مهم اړخ پاتې شوی دی. پاکستان کې د زيارتونو په اړه د راپورونو لړۍ درېيم کې يې د هغو خلکو کيسو ته کتنه شوې، چې زيارتونو کې د خلاصون او درملنې لټون کوي.