ټرمپ: له بې قانونه کډوالو ماشومان نه بېلوو، ټوله کورنۍ بندي کوو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کانګرس به له کډوالو سره د ماشومانو د یوځای کېدو په اړه رایه اچوي

د کورنیو او بهرنیو نیوکو زیاتېدلو وروسته د امریکا ولسمشر له بې قانونه کډوالو د خپلو ماشومانو د بېلولو جنجالي سیاست ته بیا کتنه وکړه.

د ښاغلي ټرمپ د نوي حکم له مخې بې قانونه کډوال او د دوی تر ۱۸ کلونو کم بچیان باید په پولو کې یو ځای بندي شي، خو معلومه نه ده چې نیول به یې د څومره وخت لپاره وي.

ښاغلي ټرمپ له نړیوالو نیوکو وروسته د بې قانونه کډوالو او ماشومانو د بېلولو په هکله خپل سیاست کې بدلون را ووست.

هغه ویلي، د هغو ماشومانو انځورونو خپه کړی چې امریکا ته له پولې دبې قانونه ور اوښتو له امله یې میندې پلرونه بندي او دوی ترې بېل کړل شوي دي.

* 'د مسلمانو کډوالو نه منل د منلو وړ عمل نه دی'

* م.م: له شخړو د کډوالو شمېر بې سارې توګه لوړ شوی

خو په نوي حکم کې د هغو کورنیو په هکله څه نشته چې له دې مخکې ترې ماشومان بېل شوي دي.

د امریکا د کډوالۍ اداره وايي، د مۍ او جون ترمنځ له هغو دوه زره دوه سوه شپږو میندو پلرونو چې بې قانونه امریکا ته ننوتل تر دوه زره درې سوه دوه څلوېښت ماشومان بېل او لنډمهالو مرکزونو کې مېشت کړل شوي.

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د نوي حکم تر لاسلیکولو وروسته وویل:

د انځور حقوق Getty Images

"دا حکم کورنۍ یو ځای ساتي او په ورته مهال دا ډاډمنوي چې موږ ډېره پیاوړې او سخته پوله ولرو."

د د ډونلډ ټرمپ له نوي حکم سره د "صفر زغم سیاست" کې بدلون نه دی راغلی.

د دې جنجالي سیاست له مخې، کوم کسان چې له مکسیکو امریکا ته ننوځي نیول کېږی او قضايي تعقیب سره مخ کېږي.

بچیمارو ته لومړیتوب

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ دا پرېکړه په داسې مهال کوي چې په کور او بهر له سختو نیوکو سره مخ دی.

د اوسنیو مقرراتو له مخې، د بې قانونه کډوالو د نیولو په مهال فدرالي حکومت تر ډېره شل ورځې له دوی سره بچیان پرېښودلی شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له دې مخکې د یوې سرچینې له خولې ویلي و چې ولسمشر ټرمپ نیت لري د بې قانونه کډوالو او د هغوی د ماشومانو د ګډ توقیفولو حکم وکړي.

دا ډول د کډوالۍ اداره کې د بچيمارو(ماشوم لرونکو میندو او پلرونو ) دوسیو ته هم لومړیتوب ور کول کېږي.

ډونلډ ټرمپ له دې مخکې سپینه ماڼۍ کې ویلي و چې جمهوریپال غواړي د بې قانونه کډوالو سره د کورنۍ غړي هم یو ځای وساتل شي:

زه به ژر داسې څه لاسلیک کړم چې له مخې یې دا کار وشي.

دا په داسې مهال ده چې د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ په یوه وینا کې د خپل سیاست دفاع وکړه او ویې ویل:

کله چې تاسو میندې پلرونه امریکا ته د بې قانونه تګ له امله محاکمه کوئ، نو چې داسې کوئ، باید بچیان ترې بېل کړئ.

ښاغلي ټرمپ په ځلونو د خپل سخت سیاست په مخ کې ډیموکراټان خنډ بللي دي.

د نوموړي د حکومت لوړپوړو چارواکو له دې مخکې ویلي چې له بې قانونه کډوالو د ماشومانو بېلولو سره به امریکا ته د دا ډول کسانو مخنیوي کې مرسته وکړي.

نړیوالې نیوکې

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د حکومت پر دغه سیاست نړیوالې نیوکې کېږي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیرازا مې وویل، په هغه څه کې چې پنجرې یا کپس ته ورته دي د ماشومانو ساتل ډېر ځوروونکي او تېروتنه ده.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس هم د امریکا دا ګام بې اخلاقي وبلله.

د امریکا د پارلمان پر ډیموکراټانو سربېره د جمهوریپالو ځینې غړو هم له دې سیاست سره مخالفت وکړ.

د مایکروسافټ شرکت له سلو ډېرو کارمنانو هم د سې شنبې په ورځ په یوه پرانیستی لیک کې د امریکا له پوله ساتې ګزمې سره د همکارۍ ځنډول غوښتنه وکړه.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش لور لورا بوش هم د بیانیې خپرولو سره د ډونلډ ټرمپ دا جنجالي سیاست بې رحمانه او بې اخلاقي بللې وه.

د امریکا د حکومت رسمي شمېرې وايي، ۲۰۰۰ ماشومان چې له خپلو پلرونو او میندو سره بې قانونه امریکا ته ننوتل بېل او لنډمهالو مرکزونو کې مېشت کړل شوي.

ورته مطالب