امریکا: افغانستان کې وروستي اوربند سولې ته هیله ډېره کړې

د انځور حقوق ثناالله رحمانی
Image caption د اختر دریو ورځو کې افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ډېرو ځایونو کې ګډ انځورونه واخیستل.

امريکايۍ ورځپاڼې مرين ټايمز ليکلي چې افغانستان کې له وروستي اوربند نه پس امريکايي چارواکي د افغان سولې په تړاو په محتاط ډول هیله من شوي.

ورځپاڼه وايي د امريکا د دفاع وزارت يوې لوړ پوړې چارواکې کانگريس ته ويلي چې افغانستان کې له وروستي اوربند وروسته د سولې لپاره هيله ډېره شوې.

ورځپاڼې د سويلې او منځنۍ اسيا چارو لپاره د امريکا د دفاع وزارت د معين مرستيالې الېس وېلس څرگندونې راخيستې چې د بهرنيو چارو جرگه گۍ ته يې ويلي "له شپاړس کلنې جگړې وروسته اوس سږ کال موږ د سولې داسې يوه بهير پيلېدا لپاره ریښتونى فرصت وينو چې کېداى شي د شخړې د هوارۍ لامل شي."

ورځپاڼه وايي که څه د هم بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د سولې د بهير پيلېدل مهم لومړيتوب بللى خو د افغانستان د ملي واکمنۍ په پار يې له طالبانو سره مخامخ خبرې اترې رد کړې خو چمتو دى چې په خبرو اترو کې گډون وکړي او ورته اسانتياوې برابرې کړي.

اغلې وېلز د کانگرېس غړو ته ويلي دا چې ځينو افغان ځواکونو او طالبانو په گډه د اختر لمونځ وکړ مثبته نښه ده.

دغې امريکايۍ چارواکي ويلي که افغان ځواکونه او د طالبانو عادي وسلوال يو ځاى د اختر لمونځ ادا کولى شي نو افغانان په هر دليل په دې باوري کېږي چې مشران يې جگړې ته د پاى ټکي اېښوولو په موخه خبرو اترو ته سره کېناستلی شي.

خو ورځپاڼه وايي، د کانگرېس ځينو غړو په دې تړاو شک څرگند کړ او پوښتنه يې وکړه امريکا د دغه په ټپه ولاړ حالت بدلولو او خبرو اترو ته د طالبانو د اړ کولو په برخه کې څه کولى شي؟

ورځپاڼه وايي اغلې وېلز هغوى ته په ځواب کې وويل چې د دې مسايلو په اړه بايد افغانان خبرې وکړي نه دا چې د افغانانو پر سر نورې خبرې وکړي.

ډيپلوماټ:

ډيپلوماټ مجلې "د هند او افغانستان کرېکټ ډيپلوماسي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

مجله وايي هر کله داسې نه وي چې د دوو هېوادونو ترمنځ يوه ورزشي لوبه دې د دې لامل شي د هغو هېوادونو مشران يې په تړاو ويناوې خپرې کړي.

د مجلې په وينا خو په بنگلور کې د افغانستان او هند ترمنځ د وروستۍ ټېسټ لوبې په تړاو ولسمشر غني او لومړي وزير نرېندرا مودي پيغامونه ولېږل چې د ټلويزيون په ژوندۍ خپرونه کې نندارچيانو ته ولوستل شول.

مجله وايي دا ټېسټ لوبه نه يوازې چټکې پرمختلونکې افغان لوبډلې ته مهمه وه بلکې د هند او افغانستان اړيکو ته يې هم ارزښت درلود.

مجله وايي د افغانستان پر وړاندې د هند ميلمه پالنه جوته وه.

په زړه پورې خو دا ده چې هند تر ٢٠١٧ م کاله پورې نه حاضرېده چې بنگله دېش سره د ټېسټ لوبې کوربه وي، سره له دې چې بنلگه دېش په ٢٠٠٠ م کال کې د ټېسټ لوبو دريځ خپل کړى و.

د هند د کرېکټ بورډ له لوري افغان لوبډلې ته چټکه لاس غځونه ښايي د هند د حکومت د جيو ستراتيژيک محاسبې له مخې شوې وي.

مجله وايي د هند له لوري د افغان لوبډلې ښه هرکلي ته ښايي په دې سترگه وکتل شي چې افغان کرېکټ لوبډله د هند په سيمه ييز اغېز او د سيمه ييز ثبات لپاره د ټيکاومن افغانستان رامنځته کولو کې د دغه هېودا په هلو ځلو کې مهم دى.