د پاکستان ټاکنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان ټاکنې

په پاکستان کې نژدې یوه میاشت وروسته عمومي ټاکنې کېږي. د پاکستان په تاریخ کې دا دویم ځل دی چې یو ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره پوره کوي او ټاکنو ته لار پرانیستل کېږي ځکه نور حکومته د کودتاوو له لارې پرځول شوې دي. اوس په ټول پاکستان کې د کاندیدانو دنوم لیکنې بهیر روان دی او د ټاکنو کمیسیون له ارزونې وروسته به د کاندیدانو لیست په ډاګه کېږي. دپاکستان د انتخاباتو کمیسیو د راتلونکو ټاکنو لپاره ځینې اصلاحات هم رواستې دي چې همدې د لویو ګوندونو ترمنځ ناندارۍ هم راپورته کړې دي.