ولسمشر ته ژړېدونکې نجلۍ

ټرمپ او ماشومه د انځور حقوق TIME

"ګارډین" ورځپاڼې په یوه تازه مطلب کې د هیندوراس د یوې داسې نجلۍ انځور او په اړه یې یوه مقاله خپره کړې، چې د امریکا پر پوله ژاړي.

دا نجلۍ د کډوالو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاست یو سمبول ګرځېدلې ده.

ورځپاڼه وايي، دا انځور - چې په د امریکا "ټایمز" ورځپاڼې پر لومړي مخ تر چاپېدو وروسته یې نړۍ کې په اړه پراخ غبرګونونه خپاره شوي، د هغې نجلۍ دی چې مخامخ ټرمپ ته ولاړه ده او ژاړي.

پر خواله رسنیو د کډوالو د مخنیوي په پار د ټرمپ د سیاست پلویانو دا تګلاره ستایلې، خو نورو بیا ټینګې نیوکې ورباندې کړې.

ځینو لا د انځور د ریښتینوالي په اړه شک ښودلی.

د ټرمپ مرستیالانو د دغې نجلۍ د پلار له خولې ویلي، دا نجلۍ د هغو ماشومانو ډله کې نه ده چې پر پوله له خپلو میندو جلا شوي دي.

دا هم ولولئ:

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم ددغه انځور اخیستونکي جان مور نه پوهېږي چې نجلۍ ولې ژاړي، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سنډرز ټینګار کوي چې ددغه انځور خپرېدل د جعلي خبرونو د خپرېدو یوه نوې بېلګه ده.

دا وايي: "له بده مرغه د ماشومې ددغه انځور له خپرېدو نه ځینې د خپلو اجنډاوو لپاره ګټه اخلي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینو لا د انځور د ریښتینوالي په اړه شک ښودلی.

بل خوا، د ماشومې پلار ویلي، لور یې "د هغو ماشومانو یو سمبول ګرځېدلې، چې د امریکا پر پوله له خپلو کورنیو جلا شوي"، چې په وینا یې، ښايي د امریکا د ولسمشر پر زړه یې د رحم اوبه توی کړې وي.

ورته مطالب