سعودي عربستان کې مېرمنو د موټروانۍ اجازه ترلاسه کړه

د انځور حقوق Reuters

سعودي عربستان کې پر مېرمنو د موټروانۍ بندیز لرې او دوی بېګا نیمه شپه په رسمي توګه د ګاډي چلولو حق ترلاسه کړ.

له دې مخکې سعودي عربستان د نړۍ یواځنی هېواد و چې مېرمنو پکې د موټروانۍ حق نه درلود او کورنۍ اړې وې چې د مېرمنو لپاره خصوصي موټروانان وګوماري.

خو دا بدلون په داسې مهال دی چې په تیرو څو اونیو یو شمیر داسې فعالانې نیول شوې چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د بښنې نړیواله اداره وایي، لږ تر لږه اته فعالانې نیول شوې او ممکن د ترهګرۍ ضد محاکمې او اوږد بند سره مخ شي.

* 'سعودیانې د لبناني سندرغاړي غېږ کې'

* سعودي کې ښځو ته د موټروانۍ زدکړه

د دې نیونو له امله د سعودي عربستان پر مشرتابه نیوکې پیل شوې دي.

د بښنې نړیوالې ادارې هم په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې پراخ سمون غوښتنه کړې.

په سعودي عربستان کې د انساني حقونو ډلو د ښځو لپاره د موټروانۍ اجازې ترلاسه کولو لپاره کلونو کلونو مبارزه کړې ده. پر ۱۹۹۰ د دغه هېواد پلازمېنه ریاض کې په لسګونو ښځې د موټروانۍ له امله ونیول شوې.

ځینې مېرمنو پر ۲۰۰۸ او د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ هم شټرینګ ته د ناستې پر مهال خپلې ویډیووې خپرې کړې.

تاریخي شیبې

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption مور او پلار خپله لور په دې مچوي چې له اجازې وروسته یې اول ځل دوی موټر کې ګرځولي دي.

د تېر کال سپټمبر کې د سعودي پاچا ملک سلمان وویل، چې دغه هېواد کې د مېرمنو د موټروانۍ بندیز پای ته رسېږي او سعودۍ به د موټروانۍ حق ولري.

روانه جون میاشت کې سعودي عربستان د ښځو لپاره د موټروانۍ لومړنی اجازه لیک صادر کړ.

سعودي عربستان کې له ځايي وخت سره د نیمې شپې په را رسېدلو او د جون ۲۴ پیلېدلو سره ډېرې مېرمنې اول ځل شټرېنګ ته کېناستې او موټرواني یې وکړه چې دا شیبه د ځان په نوم ریکارډ کړي.

* ولې عربستان کې ۳۵ کاله وروسته سینما؟

* سعودي عربستان کې ولې د کودتا ګنګوسې پیل شوې؟

یوه سعودۍ میرمن وايي دا ډیره ښه ده چې د لومړي ځل لپاره سعودي میرمنې د موټر چلولو حق ترلاسه کوپ:

احساس کوي چې پر خپل ځان متکي شوې او پر ځان مې باور تر لاسه کړی. د دې حق تر لاسه کولو راته د خپلواکۍ او ازادۍ په مانا دي.

د سعودي عربستان د تلوېزون یوه ویانده سبیکا الدوسري له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې دا احازه د هرې سعودي مېرمنې لپاره تاریخي شېبه بللې ده.

د درمل جوړوونکې پوهنځې زدکوونکې هاتون بن دخیل وايي، نور هغه موټروان ته د انتظار کولو اوږدې ګړي ختمې دي. نور سړي ته اړتیا نه لرو.

ځینې مخالفتونه

د انځور حقوق AMER HILABI/AFP/Getty Images

تیره شپه د سعودي د ښارونو واټونه لکه د تېر په څیر ارامه نه و، په ګڼ شمیر کې پولیس هم ځای پر ځای ځای شوي.

ترافیکي پولیس موټروانو ته د ګلونو ګیډې ور کولې.

د بی بي سي خبریال ایثار شلبي سعودي ته تللې او تیره شپه یې په جده ښار کې دغه بدلون څاره.

هغه وايي له دې خوشالۍ تر څنګ په دغه دودپال او مذهب پال هېواد کې ځینې د ښځو ته موټر چلولو حق ورکولو سره مخالف دی او وايي دا بدلون په سعودي ټولنه کې د منل شوي واقعیتونو تر پښو لاندې کول دي.

د سعودي پاچا او د هغه زوی ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید په رڼا کې یو لړ بنسټیز اقتصادي او ټولنیز ګامونه پورته کړي چې د سعودي په تاریخ کې بې ساري بلل کیږي.

له دې بدلون سره ، سره په تیرو څو اونیو یو شمیر فعالانې نیول شوي چې له امله یې ددغه هېواد پر مشرتابه نیوکې شوي دي.

ورته مطالب