"اوربند په افغان جګړه کې بدلېدونکې شیبه"

د انځور حقوق Paktia Media Center

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي ښايي له طالبانو سره د افغان حکومت لنډ مهال اوربند د افغانستان په جګړه کې بدلېدونکې شیبه وي.

په دې اړه د ورځپاڼې په مطلب کې ویل شوي د اختر په ورځو کې د اوربند پرمهال یو مهم پرمختګ دا و چې پاکستان په ښکاره او هم په خصوصي توګه د دغه اوربند ملاتړ وکړ او له دې وروسته په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ووژل شو.

د واشنګټن پوسټ د دې مطلب له مخې له دې وړاندې پاکستان د افغان سولې په برخه کې یوازې په خوله د همکاري ټټر واهه او عملي ګامونه یې نه اخستل، خو افغان چاروارکو پاکستاني امنیتي ادارې تورنولې چې په جګړه کې د طالب مشرانو مرسته کوي او د هغوی د کورنۍ غړي یې یرغمل کړي دي او د واقعي خبرو اترو مخه یې نیولې ده.

ورځپاڼه لیکي دا ځل که څه هم افغان چارواکي له پاکستان د مخامخ جوړ جاړي خبره نه مني خو داسې ښکاري چې افغان لوري د پاکستان له خوا د اوربند د ملاتړ لپاره غیر معمولي هڅې کړې دي.

په مطلب کې د اختر ورځو اوربند څخه د سعودي عربستان د پاچا ملاتړ ته هم اشاره کوي او زیاتوي افغان چارواکي وتوانیدل چې د داسې چا ملاتړ تر لاسه کړي چې پر پاکستان نږدې اغیز لرونکی هېواد دی.

ورځپاڼه د ځینو کارپوهانو په حواله لیکي چې د اوربند بریالیتوب ښايي د سولې لپاره مناسب چاپیریال رامنځته کړي، هغه سوله چې پر وړاندې یې په تېر کې له بهره خنډونه رامنځته کړل شوي دي.

ورځپاڼه د طالبانو نوي نسل ته هم اشاره کوي چې وايي سیاست خوښوي له ټکنالوژۍ سره اشنا دي او د خلکو د زړونو تر لاسه کولو هڅه کوي نه لکه د پخوانیو په څیر چې یوازې خلک ویروي.

په همدې تړاو هندۍ ورځپاڼه بزنس سټانډارډ لیکي له افغان سولې د سعودي عربستان د پاچا ملاتړ هیله مندي زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.

دا خپرونه لیکي د ملک سلمان ملاتړ په سیمه کې هم له ټیکاو سره مرسته کولی شي. بزنس سټنډرډ د ناټو عمومي منشي هغو څرګندونو ته هم اشاره کوي چې ویلي یې دي ناټو افغانستان یوازې نه پریږدي او طالبان باید دا درک کړي چې په جګړه یې نه شي ګټلی.

ایرانۍ ورځپاڼه فایننشیل ټریبیون لیکي په وروستیو کې پر ګډه پوله د سیستان بلوچستان ولایت په سیمه کې د دوه پوله ساتو سرتیرو له وژل کېدو وروسته د سرحدي ځواکونو قوماندان افغانستان ته سفر کوي.

جنرال قاسم رضايي ویلي دی به راتلونکې پنجشنبه افغانستان ته ولاړ شي چې د سرحدي ځواکونو د دې وژنو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي