هند غواړي چابهار بندر تر ۲۰۱۹ کال ګټې اخیستو ته چمتو شي

د انځور حقوق IRIB

د هند حکومت وايي، هڅه کوي چې د ایرن چابهار بندر تر ۲۰۱۹ کال ګټه اخیستو ته چمتو شي. د هند د حکومت اعلامیه په داسې مهال ده چې پر تهران د امریکا نویو بندیزونو د دې پروژې پلي کېدل له پوښتنې سره مخ کړي دي.

د ایران چابهار بندر په وچه ایسار افغانستان کې د هند د پانګونې لپاره نوې ټرانسپورټي لار ده.

افغانستان د دې بندر له لارې منځني ختیځ ته توکي لېږلی شي. د دغه بندر له لارې هند نورې منځنۍ اسیا ته هم لار موندلی شي.

افغانستان هیله من دی چې د دې بندر په پراختیا سره د میلیونونو ډالرو سوداګرۍ لار ورته برابره او د پاکستان پر بندرونو یې تکیه کمه شي.

* د چابهار بندر درې تړونونه وځنډول شول

* د لاجوردو لاره افغانستان تر کومه رسولی شي؟

د هند د ټرانسپورټ وزارت اعلامیه کې هم راغلي، چابهار بندر همګټو هېوادونو لپاره اسان لاسرسی برابروي. همګټي هېوادونه د منځنۍ اسیا او د پخواني شوروي نور هېوادونه دي.

افغانستان، هند او ایران تېر کال درې اړخیز تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې افغانستان او هند د دې بندر له لارې توکي سره تبادله کولی شي.

هند له نړیوالو قدرتونو سره له اټومي تړون وروسته، چې له مخې یې له ایران د اټومي پروګرام اړوند بندیزونه لرې شول د دغه بندر د پراختیا لپاره پنځه سوه میلیون ډالر ځانګړي کړل.

خو د امریکا ولسمشر تېرو میاشتو کې له ایران سره تر اټومي تړون وتلو وروسته د دې بندر پلي کېدل له خطر سره مخ کړي دي.

هند او افغانستان ته لوی چانس

د انځور حقوق Getty Images

جابهار بندر د عمان سمندري شمالي څڼده او د هورمز تنګي اوږدو کې پروت دی. دغه بندر افغانستان او منځنۍ اسیا ته د توکو لېږدولو لپاره هند ته د یوې دروازې د پرانیستلو او د اصلي سیال پاکستان لرې کولو کې مهم رول لري.

دا ډول افغانستان- چې په وچه کې اسار هېواد دی او د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې سوداګري کوي- چابهار بندر ته له نړۍ سره د راکړې ورکړې د بدیلې لارې په سترګه ګوري.

تېر نومبر کې د هند د غنمو لومړۍ جوپه د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسېده.

دا ۱۲۵ زره مټریک ټنه غنم د دغو درېیو هېوادونو د ستراتیژیکو همکاریو له مخې افغانستان ته ولېږدول شول.

ورته مطالب