د ترکیې ولسمشر اردوغان ټاکنې وګټلې

د ترکیې د ټاکنو کمیسیون ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو کې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان بریالی شوی دی.

د ټاکنیز کمیسیون مشر سعدي ګوین ویلي، ولسمشر "د ټولو باوري رایو ډېری ترلاسه کړې دي"،‌ خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.‌

ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تېره ورځ استانبول کې د وینا پرمهال د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړی؛ خو تر اوسه یې اصلي ټاکنیز سیال ماتې نه ده منلې.‌

د ترکیې دولتي رسنیو ویلي، د کابو ټولو رایو تر شمېرلو وروسته،‌ رجب طیب اردوغان په سلو کې شاوخوا ۵۳ سلنه رایې ګټلې او ټاکنیز سیال یې محرم اینجه چې د جمهوریپال خلق ګوند له خوا نوماند و،‌ په سلو کې ۳۱ رایې ترلاسه کړې دي.‌

رجب طیب اردوغان د یکشنبې په مازیګر (جون ۲۴مه)‌ استانبول کې وویل،‌ خلکو ده ته د ولسمشر د واکونو او د مجریه قوې واک "سپارلی دی".

ده وویل:‌ "هیله لرم هېڅ‌ کس د ټاکنو پایلو کې شک ونه لري او د خپلې ماتې پټولو لپاره دیموکراسۍ ته زیان ونه رسوي".‌

د ترکیې رسمي خبري اژانس هم ویلي، د اسلامپال واکمن عدالت او پراختیا ګوند نوماند ښاغلي اردوغان پارلماني ټاکنو کې شاوخوا ۴۳ سلنه رایې ګټلې دي.

جمهوریپال خلق ګوند پارلماني ټاکنو کې په سلو کې ۲۳ رایې خپلې کړې دي.

ترکان نن برخلیک ټاکونکو ټاکنو کې رایې اچوي

ترکیې ټاکنې: د رایو شمېرل پیل شول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د استانبول واټونو کې د اردوغان ملاتړو خوښۍ وکړې
د انځور حقوق AFP
Image caption د جمهوریپال خلق ګوند نوماند محرم اینجه خپله ماتې لا نه ده منلې

اردوغان دا ادعا هم کړې چې د ګوند په مشرۍ ټلوالې یې د پارلمان اکثریت څوکۍ ګټلې دي.‌

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلی اردوغان ۱۱ کاله د ترکیې لومړی وزیر و او بیا ولسمشر شو

د دولتي رادیو تلوېزیون د خبر له مخې، ترکیه کې ۸۷ سلنه هغو کسانو رایې ورکړې چې د رای ورکولو حق لري.

له سوریې سره پر پوله جنوبي اورفه ولسوالۍ کې د ټاکنیزو درغلیو خبر ورکړل شوی، چې د ترکیې د ټاکنو کمیسیون په وینا، دا سرغړونې به وارزوي.

د انځور حقوق AFP

د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا وروسته ترکیه په بېړني حالت کې وه.

محرم اینجه ویلي وو، که په ټاکنو کې بریالی شي نو په ۴۸ ساعتونو کې به بیړنی حالت چې په ۲۰۱۶ کال کې له ناکامې کودتا وروسته اعلان شو، ختم کړي.

ښاغلی اردوغان ۱۱ کاله لومړی وزیر او بیا ولسمشر شو. د اساسي قانون بدلېدو سره د نوموړي اجراییوي واکونه ډېر شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption د دولتي رادیو تلوېزیون د خبر له مخې، ترکیه کې ۸۷ سلنه هغو کسانو رایې ورکړې چې د رای ورکولو حق لري.

ورته مطالب