'ایا امریکا له افغانستانه وځي؟'

. د انځور حقوق AFP

عرب نيوز ورځپاڼې ايا امريکا به له افغانستانه ووځي؟، تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې. ورځپاڼې افغانستان کې د اختر په ورځو کې شوي اوربند ته اشاره کړې او وايي، دغه هېواد هيله بښونکې شېبې تجربه کړې.

ورځپاڼې د ولسمشر غني او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو دا څرگندونې چې له طالبانو سره ان د بهرنيو ځواکونو پر برخليک هم خبرې کېداى شي، يوه ډېره مهمه پرمختيا بللې.

ورځپاڼه وايي، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل يو رښتونې او د پوهاوي وړ شونتيا ده، خو اوس نه بلکې وروسته.

ورځپاڼه وايي، له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل چې هرکله وي د سيمې ټيکاو او د امريکا گټو ته جدي گواښ پېښوي.

ورځپاڼه زياتوي که څه هم طالبان وايي چې د امريکايي ځواکونو له وتلو سره به جگړه ودروي، خو دا شونتيا شته چې خپل بريدونه لا ډېر کړي، کورنۍ جگړه پيل شي او د القاعدې د ډلې په گډون بهرني جنگيالي هم کولى شي له دې حالاتو گټه پورته کړي.

ورځپاڼه وايي که امريکا له افغانستانه وځي نو د طالبانو د غوښتنې له مخې نه بلکې په خپلو شرايطو به دا کار کوي.

ايکانومېک ټايمز:

د هند ايکانومېک ټايمز ولس ته د لومړي وزير نرېندرا مودي وروستۍ وينا ته اشاره کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ شوې ټېسټ لوبه يې تاريخي وبلله. ورځپاڼې پر خپلې وېبپاڼې د ښاغلي مودي د خبرو ويډيو هم خپره کړې چې وايي ورزش د ټولنې د يووالي ستره وسيله ده.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلي مودي هند او افغانستان دواړو ته مبارکي ورکړه او ويې ويل هيله من دى چې د دواړو هېوادونو لوبډلې په ورزشي روحيه بيا بيا د يوۀ بل پر وړاندې ولوبېږي.

نوموړي په اى. پي، اېل لوبو کې د راشد خان لاسته راوړنې وستايلې او همداراز يې افغان لوبډلې ته مبارکي وويله چې ډېرو لوړ دريځ ته يې ځان رسولى.

* نریندرا مودي: د افغان لوبډلې کوربه توب مو ستر ویاړ دی * نریندرا مودي: د هند یو ګاونډی ترهګر روزي

گارډين:

گارډين ورځپانې د ترکيې ټاکنو ته کتنه کړې او وايي کله چې ښاغلي اردوغان خپل برى اعلاناوۀ نو لحن يې لا هم جگړييز و.

ورځپاڼې خپلو پلويانو ته د ښاغلي اردوغان کړیو هغه څرگندونو ته اشاره کړې چې ويې ويل، د هغه ځواک په مټ چې تاسو موږ ته په دغه ټاکنو کې راکړ، موږ به لا ډېره جگړه يا مبارزه وکړو.

ورځپاڼه وايي، ښاغلي اردوغان په خپلو څرگندونو کې ترهگرو ډلو سره د جگړې خبره وکړه، سوريه کې يې د سيمې د ازادولو وويل او د ترکيې د نړيوال پرستېژ يا عزت لوړولو يادونه يې کوله.

ورځپاڼه وايي ولسمشر ته د نويو ورکړل شويو واکونو له مخې به اوس د کابينې بشپړ کنټرول د ښاغلي اردوغان گوتو ته ورشي

او د تر ٢٠٢٨م کاله پورې به د ترکيې سياسي صحنې بدلولو کې پراخ لاس ولري.

ورته مطالب