کمې خبرې؛ د لیتویایانو د کلتور برخه

ږ د انځور حقوق Getty Images

ځینې خلک لږې خبرې کوي، خو دا حیرانوونکې ده، چې ټول هېواد لږ خبرې وکړي. د اروپا د یوه هېواد وګړو ته "د نړی لږ غږېدونکي" خلک ویل کېږي، خو هغوی بیا کمې خبرې کول د خپل کلتور برخه ګڼي.

د لیتویا خلک نوښتي ذهن لري. ځینې خلک په دې باور دي چې د لږ خبرو او نوښت تر منځ یوه اړیکه ده، د دوی په باور هغه کسان چې لږ خبرې کوي ډېر نوښتګر دي.

په دې وروستیو کې د لندن د کتابونو په نندارتون کې د لیتویا یو طنزې کتاب د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

په دغه کتاب کې د لیتویا ادبیات کارول شوي، د دوی په وینا له خلکو سره لږ خبرې او لږ راشه درشه ښه کار نه دی.

دوی په دې باور دي چې کله ټوله نړۍ خپل نظر وايي په داسې وخت کې چوپتیا تاواني ده، نو ځکه باید خلک خپلو عادتونو ته بدلون ورکړي.

د انځور حقوق TOMS HARJO/LATVIAN LITERATURE

د لیتویا د یوه ارواپوه په وینا چې د دغه هیواد د خلکو د پېژندنې لپاره باید نوښتې وړتیا ولرئ، ځکه د دې هیواد خلک لږې خبرې کوي، دوی تل په نوي خیالانو کې ډوب وي.

د اروپايي کمېسيون د راپور له مخې د اروپايي ټولنې تر ټولو نوښتي وړتیا لرونکي خلک د لیتویا هېواد دي.

د لیتویا اوسېدونکي پر لږو خبرو کولو سربېره یوازېتوب هم خوښوي او د خپلو او پردیو په لیدو نه خاندي.

د لیتویا د پلازمېنې ریګا د لارښود فليپ برزولس په وینا، د دې هېواد خلک یو له بل سره لیدل نه خوښوي او د سفر پر مهال د پرانیستو سړکونو او لویو لارو پر ځای د کوڅو له لارې سفر کوي.

ان تر دې چې دا خلک په داسې غونډو او محفلونو کې ګډون نه کوي چې هلته د خلکو ګڼه اوګوڼه ډېره وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لیتویایانو ته پر یوازیتوب سربېره په اپارتمانونو کې ژوند خوند ور کوي.

د لیتویا موسیقي او نڅا ډېر مشهوره او دوه لوی پرګوامونه یې دي چې د خلکو د نه ګډون او کمښت له امله دغه پرګرامونه په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.

د لیتویا خلک لږ خبرې کوي او یوازيتوب خوښوي، خو دوی تل د اړو کسانو سره مرسته کوي.

په لیتویا کې د نورو هېوادونو ډېر اوسیدونکي شته چې دوی هم د دغه هېواد د وګړو په خوی او بوی بلد شوي او ډېرې خبرې نه کوي.

د وادنیو کارپوهه اوزولا وایي، د ۱۹۴۸ او ۱۹۵۰ کلونو تر منځ د لیتویا په کليو بانډو کې د اوسېدونکو شمېر له ۸۹.۹ څخه ۳.۵ سلنو ته ټیټ شو.

د لیتویایانو ته پر یوازیتوب سربېره په اپارتمانونو کې ژوند خوند ور کوي.