ایران کې له ۲۰۱۲ کال وروسته د حکومت ضد تر ټولو لوی لاریون

د انځور حقوق AFP
Image caption ایران کې پخوا هم د اټومي چارو له امله د بندیزونو سختېدو پسې لاریونونه شوي و او له هغه وروسته دا تر ټولو لوی لاریون دی.

د ایران پلازمېنه تهران کې سوداګرو په هغه لوی لاریون کې ګډون وکړ چې د بیو د لوړوالي او د دغه هېواد د کرنسۍ ریال د غورځېدلو له امله شوی دی.

د یکشنبې په ورځ هټۍ تړلې وې او په زرګونو خلک سړکونو ته ووتل.

کله چې لاریونوال د پارلمان په لور وخوځېدل، د بلوا ضد پولیسو یې د تیت پرکولو لپاره اوښلن ګاز وکاراوه.

* ایران کې ولې خلک لاریونونه کوي؟

* ایران ولې پر سلګونو وارداتي توکو بندیز ولګاوه؟

رپوټونه وايي، چې امنیتي ځواکونو له ځینې لاریونوالو سره لاس ګرېوان شوي هم دي.

د تهران د والۍ امنیتي مرستیال محسن همداني نسج وايي، وضعت یې کابو کړی او امنیتي ځواکونه په ښار کې خواره دي.

"ځینې کسانو له دې شرایطو ناوړه کار اخیست، له دوی سره به چلن وشي".

د ځینې رپوټونو له مخې پر تهران سربېره، شهریار، کرج، قشم، بندر عباسد او مشهد کې هم د ګرانۍ له امله خلکو او دوکاندارانو مظاهرې کړې دي.

تر ټولو لوی لاریون

ر د انځور حقوق Tasnim

دا له ۲۰۱۲ کال وروسته په تهران کې تر ټولو لوی لاریون دی، چې هغه وخت هم د اټومي چارو په غبرګون کې د نړیوالو بندیزنو له امله د دغه هېواد اقتصاد خرابېدلو پسې شوی وی.

د بي بي سي خبریال کسرا ناجي وايي، هغو لاریونونو سملاسي حکومت بدلون شو او ایران دې ته راضي شو چې له نړیوالو ځواکونو سره پر اټومي مسله ریښتونو خبرو ته مخه کړي.

کله چې پر ۲۰۱۶ دا تړون پلی شو، نو له ایران اقتصادي بندیزونه لرې شول، خو د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ تېره مۍ کې له دغه تړون خپل هېواد و اېست.

دې وېرې چې د امریکا د بندیزونو له امله- چې اګسټ کې بیا له سره کېږي- ممکن اټومي تړون له منځه یوسي، د ډالر په مقابل کې د ایران پیسه ریال غورځولی دی.

اوس یو ډالر نوي زره ریال کېږي، خو د ډونلد ټرمپ له اعلان مخکې یو ډالر ۶۵ زره ریال کېده.

د ۲۰۱۷ کال په پای کې یو ډالر له دوه څلوېښت زره اته سوه نوي ریالو سره برابر و.

د حکومت ژمنه

د انځور حقوق jamaran

د ډالر بیې لوړېدو پسې ملفون یا موبایل او اړوند وسایل یې هم ډېر ګران شوي دي، چې له امله یې د دغو توکو دوکاندرانو هم لاریون کړی و.

خو د معلوماتي او اړیکتیايي ټیکنالوجۍ وزیر محمد جواد ازري جهرمي وايي، دا دوکانداران له هغه وروسته دوکانونه پرانیستل چې ور سره یې د توکو واردوو لپاره د مالي مرستې ژمنه ور سره وکړه.

د تېر ډیسمبر وروستیو او د جنورۍ لومړیو کې هم د ایران مختلفو ښارونو کې د اقتصادي ستونزو له امله د حکومت ضد مظاهرې وشوې.

خو هغه مظاهرې د تهران پرتله تر ډېره ولایتونو او ښارونو کې وې.

ورته مطالب