پنځه شیان چې سعودي کې یې مېرمنې له سړیو پرته نشی کولی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي کې مېرمنو ته د جون پر ۲۴ د موټروانۍ اجازه ور کړل شوه.

سعودي کې وړمه ورځ د موټروانۍ اجازه ترلاسولو پسې په سلګونو مېرمنې خپلو ګاډو کې سړکونو ته ووتلې.

د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د ښځو د حقونو او واکونو اړوند بندیزونو ختمول له تېر کال راهیسې پیل کړي دي، چې هغو کې موټرواني، له محرم پرته سعودي ته د ننوتلو اجازه، د وختېرۍ لپاره د کور په ځای لوبغالي او سېنما ته تلل راځي.

خو سعودي کې ښځې اوس هم ځینې چارو کې سړیو ته اړې دي او دوی یې یوازې نشي کولی.

بانکي حساب پرانیستل

سعودي کې د کفالت نظام شته چې له مخې یې یو څوک باید د یوې ښځې کفیل وي.

د دې کفیل له اجازې پرته سعودۍ بانکي حساب جوړولی نشي.

پاسپورت جوړول یا بهر تلل

د انځور حقوق Twitter
Image caption محمد بن سلمان ښځو ته د سینما او لوبغالي ته د تللو اجازه هم ور کړې ده.

که څه هم سعودیان هر کال په میلیاردونو ډالر په سیلګرۍ لګوي او څو اروپايي هېوادونو ته په چکر ځي، خو سعودۍ دا کار یوازې نشي کولی.

سعودۍ د پاسپورټ جوړولو لپاره د کفیل اجازې ته اړه ده، ان که یې کشر ورور هم وي.

واده یا طلاق

سعودۍ تر هغه واده نشي کولی چې کفیل یې اجازه نه وي کړې، د مور پلار د خوښې خلاف واده کول خو ممکن نه دي او دغه حالت کې هغه کس پخپله خوښه یو څوک ودولی شي چې کفالت یې لري.

که ښځه واده کې ناکامېږي، نو طلاق لپاره هم له خپل مېړه اجازه اخلي.

په دغه نظام کې دا خبره له پامه غورځول شوې چې له مېړه سره اختلاف لري، که هغه دې له کفالت لرې کولو څومره انکار کوي، ژوند به دې له ستونزې سره مخ وي.

له ملګري سره چای څښل

v د انځور حقوق Getty Images
Image caption سعودي کې که هلک او نجلۍ چایخونه کې ګډ کېني، نیول کېږي.

د سعودي هوټلونو یا چایخونو کې سړي او کورنۍ بېل کېني.

که کوم هلک یا نجلۍ ګډ چای څښي نیول کېږي.

د خپلې خوښې جامې اغوستل

عامه ځایونو کې سعودۍ د جامو اغوستلو له سختو مقرراتو سره مخ دي.

که څه هم مخ پټول ضروري نه دي، خو له سر تر پښو ځان پټول پکار دي.

همدا وجه ده چې سعودي عرب کې کله ښځې پلورنځیو یا نورو عامه ځایونو کې لیدل کېږي، نو عبایه یا حجاب یې کړی وي.

هغه هم داسې هېواد کې چې د تودوخي درجه پکې ۴۵ سانتي ګراد پورې ده.

په دغسې موسم کې دا ډول جامې اغوستل اسانه خبره نه ده.