"د برتانيا پر یو وزير وروسته له هغه د استعفا غږ وشو چې افغانستان ته يې سفر وکړ"

ر د انځور حقوق ارګ
Image caption د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر له افغان ولسمشر سره پر سوله او د وسلوالو پرضد مبارزه او نورو مسلو خبرې کوي.

برتانيايۍ انډېپنډنډنټ ورځپاڼې ليکلي د برتانيا پر بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن وروسته له هغه د استعفا کولو غږ وشو چې افغانستان ته يې سفر وکړ.

د هغه منتقدين ادعا کوي چې نوموړي افغانستان ته د دې لپاره سفر کړى چې پارلمان کې د هېټرو هوايي ډگر دريمې ځغاست ليکې په تړاو رايه اچونه کې برخه وانخلي.

هېټرو د اروپا تر ټولو بوخت هوايي ډگر بلل کېږي او د الوتنو د گڼې گوڼې له امله حکومت غواړي هلته دريمه ځغاست ليکله جوړه کړي خو مخالفين يې دا کړنه د چاپيريال په تاوان بولي.

ښاغلي جانسن هم وړاندې پر چاپيريالي دلايلو د دريمې ځغاست ليکې د جوړېدا مخالفت کړى و او ويلي یې و چې د هغه بلډوزر لاندې به ځان واچوي چې د څغاست ليکې جوړولو لپاره سيمې ته ورځي.

خو د حکومت د محافظه کار گوند غړو په ټينگه د رايې اچونې لارښوونه وکړه او د ورځپاڼې په وينا که ښاغلي جانسن د کابينې د غړي په توگه مخالفه رايه کارولې واى نو ښايي استعفا کولو ته اړ شوى وى.

د حکومت مخالف کارگر گوند غړو هم پر ښاغلي جانسن ملنډې وهلي او ويلي هغه پرېکړه وکړه چې د لوېديځ لندن له محافظه کارانو سره د مخامخېدو پر تله دى په افغانستان کې خوندي دى.

خو ښاغلي جانسن په خپره کړې وينا پاڼه کې ويلي "دا مهمه شېبه ده چې د افغانانو په مشرۍ د سولې او سياسي حل لپاره هلو ځلو د پام وړ زور اخيستى. دا زما لپاره د وياړ او الهام خبره ده چې کابل کې مې وليدل څنگه برتانيا دغې موخې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت ملاتړ کوي.

له بلې خوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې دغه برتاتوي وزیر له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند، د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر هر اړخیز ملاتړ وښود.

اشرف غني هم له سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کې د برتانیا رول مهم بللی دی.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ښاغلي جانسن له افغان چارواکو سره لیدنه کې له طالبانو سره بې قید او شرطه خبرو لپاره د افغان حکومت د وړاندیز ملاتړ کړی دی.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Tasnim
Image caption دا لاریونونه پر تهران سربېره نورو ښارونو او ولایتونو کې هم پیل شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ايران کې د وروستيو احتجاجونو په تړاو ليکلي چې دغه هېواد بدلون ته چمتو ته دى خو نه په هغه ډول چې امريکايى ولسمشر ډونلډ ټرمپ يې انگېري.

د ورځپاڼې اشاره د ښاغلي ټرمپ هغو څرگندونو ته ده چې ويلي و له اټومي تړونه د امريکا د وتلو له امله ايران په سيمه کې خپل چلند بدل کړى دى.

ورځپاڼه وايي خو شنونکي په دې باور دي چې ايران په سيمه کې خپل کړه وړه نه دي بدله کړي او اوس هم اسراييل يهو سرطاني غوټه بولي چې بايد له منځه لاړ شي.

ورځپاڼه وايي د ايران د سپاه پاسداران يو قومندان د اسراييل له منځه وړلو لپاره ١٠٠ زره توغندي په خپل واک کې لري.

واشنگټن پوست:

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې ليکلي د برما يا ميانمار يو پوځي جنرال چې د روهېنگيا لږکيو په بې رحمه وژنې تورن دى د کاناډا او اروپايي ټولنې د فشارونو له امله له دندې گوښه شوى.

ورځپاڼه وايي د ميانمار د حکومت دا گام ناڅاپي و خو بيا هم دا ښايي په دې مانا وي د دغه هېواد پوځ د روهېنگيايانو له امله راپورته شوي کړکېچ مسووليت منلو ته چمتو دى.

خو د ميانمار پوځي مشرتابه د جنرال مونگ مونگ سو د گوښه کولو په تړاو خپرې کړې وينا پاڼه کې د روهېنگيايانو پر وړاندې د هغه رول ته کومه اشاره نه ده کړې.

دا گام وروسته له هغه پورته شو چې کاناډا او اروپايي ټولنې پر دغه جنرال او د پوځ او پوليسو پر نورو شپږو قومندانانو له دې امله بنديزونه ولگول چې ويل يې د روهېنگي مسلمانو لږکيو پر وړاندې تاوتريخوالي کې يې ونډه لرلې ده.