بریتانیایی طالبانو ته د بمونو جوړولو په تور محکوم شوی

خالد علي د انځور حقوق Getty AFP
Image caption خالد علي د نیول کېدو پرمهال له ځان سره درې چړې هم درلودې

یو بریتانیایی نل غځوونکی د لندن زړه کې د ترهګریز برید په سمبالولو او د طالبانو لپاره د بم جوړولو په تور محکوم شوی دی.

۲۸ کلن خالد علي د ۲۰۱۷ د اپرېل پر ۲۷مه، په داسې حال کې نیول شوی، چې درې چړې ورسره وې او لندن کې د پارلمان مخې ته پر واټ روان و.‌

څارنوالانو ویلي علي د لندن شمال ادمنټون اوسېدونکی دی، چې غوښتل یې د سیاستوالو او پولیسو پرضد "مرګونی برید" وکړي.

علي د نیول کېدو پرمهال پولیسو ته ویلي، غوښتل یې بریتانیایي چارواکو ته خپل یو "پیغام" ورسوي. خو دی ادعا کوي چړې یې د خپل ځان د دفاع پخاطر ورسره ګرځولې.‌

د لندن محکمې یوه پلاوي نوموړی بریتانیا کې د ترهګریز برید لپاره په چمتووالي او همدارنګه د چاودېدونکو توکو په لېږدولو تورن کړی، خو نوموړي د دې حکم د اعلان پرمهال کوم غبرګون ونه ښود.

د محکمې وروستۍ پرېکړه به د جولای پر ۲۰مه اعلان شي.

د تېر کال اپرېل پر ۲۲مه، د بریتانیا د پارلمان ودانۍ ته څېرمه تر ترهګریرز برید یوه میاشت وروسته، علي په ځینو څارنیزو کامرو کې لیدل شوی چې د بریتانیا د بهرنۍ جاسوسي ادارې ایم ای ۶، ویسټ منسټر پله سره او د پارلمان ودانۍ ته نژدې چکر واهه.‌

"موږ مجاهدین یو او جهاد مو کار دی"

پنځه ورځې وروسته، د هغه مور پولیسو ته زنګ وهلی چې د زوی خوبخونه کې یې څلور چړې موندلې دي. د هماغې ورځې ماسپښین کې پولیسو نوموړی د لومړي وزیر د کاري دفتر په څو مترۍ کې عل‍ي نیولی دی.

افغان مشرتابه د لندن برید غندلی دی

د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي

علي څو کاله افغانستان کې تېر کړي،‌ کله چې پولیسو ترې وپوښتل، ایا بریتانیا ته د جهاد لپاره ستون شوی، دده ځواب دا و چې "موږ مجاهدین یو او جهاد مو کار دی".

د انځور حقوق MET POLICE
Image caption علي د نیول کېدو پرمهال پولیسو ته ویلي، غوښتل یې بریتانیایي چارواکو ته خپل یو "پیغام" ورسوي. خو دی ادعا کوي چړې یې د خپل ځان د دفاع پخاطر ورسره ګرځولې.‌

د لندن د پولیسو مرستیال ډین هایډن علي یو "فوق العاده خطرناک سړی" بللی دی.

ډي اېن اې ازموینې

علي په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان ته تللي او هلته پنځه کاله د بهرنیو ځواکونو د وژلو لپاره د بمونو په جوړولو بوخت و.

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر میاشتې وروستیو کې، استانبول کې د بریتانیا کونسلګرۍ ته تللي او هلته یې ادعا کړې چې خپل پاسپورټ یې ورک شویاو بریتانیا ته د تللو لپاره سم لاسي لنډمهالو اسنادو ته اړتیا نه لري. بریتانیایی طالبانو ته د بمونو جوړولو په تور محکوم شوی

د انځور حقوق Met Police
Image caption د علي د ګوتو نښې پر هغو توکو هم موندل شوې چې بمونه ترې جوړېږي او افغانستان کې پولیسو کشف کړې ديشده

هغه د ۲۰۱۶ نومبر میاشتې لومړیو کې بریتانیا ته ستون شوی او هیټرو هوايي ډګر کې پولیسو درولی او د ګوتو نښې او ډې اېن اې یې اخیستې ده.

د نوموړي د ګوتو نښې او ډي اېن اې بیا د امریکا فډرالي پولیسو (ایف بي ای) ته استول شوي دي.

ایف بي ای د نړۍ په ټولو جنګي برخو کې پر ټولو جوړو شویو بمونو د لګېدلو لاسونو د ګوتو د نښو یو بانک لري.

فډرالي پولیسو ۴۲ داسې اسناد موندلي چې د علي د ګوتو نښې ‍پرې ثابتې شوې چې ډېری دا بمونه افغانستان کې د سړک غاړې له بمونو سره تړاو لري.

علي د نیولو کېدو پرمهال منلې ده چې افغانستان کې د بریتانیايي سرتېرو پرضد جنګېدلی،‌ خو دا یې ونه ویل چې کوم پوځي یې وژلی هم دی او که نه.

له علي نه د پوښتنو په یوه وېډیو کې ښکاري چې وايي تر ۳۰۰ ډېر بمونه یې چوولي دي.

ورته مطالب