"ځینو سیمو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند شوی"

سوله غوښتونکي د انځور حقوق PAKTIA MEDIA CENTER
Image caption مجلې د سولې پرلتونو ته په اشاره وايي دا ډېر ښه دليل دى چې باور وکړو د سولې لپاره غوښتنې ډېرې دي او ان ځينو طالبانو هم خبريالانو ته ويلي له جگړې ستړي دي.

"فارېن پاليسي" مجلې ليکلي، که څه هم د طالبانو مشرتابه د اوربند غځېدا په تړاو د افغان حکومت غوښتنه نه ده منلې، خو رپوټونه وايي چې د دريو ولايتونو په ځينو برخو کې د ځايي چارواکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نوى اوربند شوى.

مجله وايي، د دغو خوځښتونو له امله اوس افغانستان ریښتونى فرصت موندلى چې د اوولس کلنې جگړې ختمولو لپاره د پخلاينې بهير پيل کړي، خو مجله دا هم زياتوي چې افغانستان کې له دغو احساساتو او ولولو سره سره سوله نژدې نه برېښي.

ورځپاڼه وايي، د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل به ډېر سخته چاره وي او سولې لپاره د هغوى سلا کول به تر دې هم سخت وي.

مجلې د سولې پرلتونو ته په اشاره وايي دا ډېر ښه دليل دى چې باور وکړو د سولې لپاره غوښتنې ډېرې دي او ان ځينو طالبانو هم خبريالانو ته ويلي له جگړې ستړي دي.

خو په همدې حال کې مجلې بيا د سولې د انسټيوټ تېر کال رپوټ ته هم اشاره کړې چې له ٣٢ طالب وسلوالو سره د مرکې پر بنسټ چمتو شوى دوى ويلي وو، د طالبانو په ليکو کې وسلوال جگړې ته لېوال دي.

مجله وايي د اوربند پراخ هرکلى د ولسمشر غني له دغې تگلارې سره مخالفتونه کمزورى کوي او هغه ته سياسي ځواک وربښي چې خبرو اترو لپاره لا نور گامونه پورته کړي او طالب قومندانان اوس داسې يوۀ حالت سره د مخامخېدو شونتيا شته چې جنگيالي يې لومړي ځل لپاره سوله تجربه کړه او بېرته جگړې ته ور ستنېدو په تړاو جدي شکونه ولري.

"اوربند په افغان جګړه کې بدلېدونکې شیبه"

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست ورځپاڼې ليکلي، د سوريې د سوېل لوېديځ په لور د بشارالاسد د ځواکونو له پرمختگ سره لسگونه زره ملگي وگړي د سوريې او روسيې د الوتکو بمبارۍ د وېرې له امله له خپلو مېنو تښتي.

د انځور حقوق Reuters

د ورځپاڼې په وينا، په همدې حال کې شنونکي د سوريې د مسايلو په تړاو د اسراييلو او ايران د مخالفت ژورېدو له امله اندېښمن شوي دي.

د تېرو څو مياشتو په اوږدو کې د امريکا، سوريې او اردن ترمنځ شوي اوربند له امله سيمه کې په پرتله ييز ډول کراري وه او د سوريې ځواکونو پام تر ډېره د پلازمينې گرچاپېره ور ټول و.

خو اوس د روسيې په هوايي ملاتړ سوري ځواکونه سوېل لوېديځ کې د مخالفينو د ولکې سيمو په لور پر مختگ کوي.

گارډين:

بريتانوۍ گارډين ورځپاڼې د کډوالو پر سره د اروپايي ټولنې د غړو ترمنځ راټوکېدلو ناندريو ته په اشاره ليکلي، د اروپايي ټولنې پارلمان به له اروپايي ټولنې د باندې شمالي افريقا کې کډوالو لپاره د پڼغالو په جوړېدا به سلا نشي.

په وروستيو کې اروپا ته د ډېرو کډوالو له راتگ سره د هغو د منلو پر سر د اروپايي هېوادونو ترمنځ ترينگلتيا ډېره شوې او د انگیلا مېرکل چې د کډوالو پر وړاندې د نرمو تگلارو پلوۍ ده، راتلونکى له خطر سره مخامخ کړى.

ورته مطالب