''سعودي کې مې د ټکسي چلول ارمان و''

Image caption امل وايي غواړي د ټکسي موټر په چلولو سعودي کې د ښځو په ژوند کې د بدلون برخه شي.

د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د سهار یوولس بجې وې چې ما له امل سره اړیکه ټینګه کړه. هغې د بي بي سي دفتر ته له راتګ مخکې دوه ښځې په خپله ټکسي موټر کې کور ته رسولې وې.

په سعودي عربستان کې د جون میاشتې په ۲۴مه ښځو ته د موټر چلولو تر اجازې ورکولو وروسته امل د ټکسي موټر چلول پیل کړل.

د هغو ښځو لپاره چې اوس په سعودي عربستان کې د موټر چلولو لېسنس لري، د جون ۲۴مه ورته د یوه لوی بدلون ورځ وه. له دې ډلې یوه هم امل ده.

امل وايي غواړي د ټکسي موټر په چلولو سعودي کې د ښځو په ژوند کې د بدلون برخه شي.

"ریاض کې پر سعودۍ خبریالې سختې نیوکې شوې"

سعودي عربستان کې مېرمنو د موټروانۍ اجازه ترلاسه کړه

د دوو ماشومانو مور امل د بي بي سي اردو څانګې سره په خبرو کې وویل، د موټر چلول یې له کوچینوالي خوب و او اوس د ټکسي موټر په چلولو غواړي نورې ښځې هم وهڅوي.

هغه وايي:

''کله چې ما په ورځپاڼه کې د ټکسي چلوونکو لپاره اعلان ولید، نو ماته هغه سوري فلم رایاد شو چې په کوچینوالي کې مې لیدلی و او یوه ښځه پکې ټکسي موټر چلوي، ما هم له کلونو کلونو راهیسې غوښتل ټکسي چلوونکې شم. ''

په تېرو درېیو لسیزو کې په سعودي عربستان کې ښځو ته اجازه نه وه چې موټر وچلوي او دا یو جرم ګڼل کېده.

درې کاله مخکې په سعودي عربستان کې یوې ښځې ته د ۷۰ ورځو بند جزا په دې خاطر ورکړل شوه چې هغې په احتجاجي ډول په ښار کې موټر وچلاوه.

یوې بلې ښځې ته چې له دغې سرغړونکې ښځې سره یې مرسته کړې وه هم د بند جزا ورکړل شوه.

د سعودي عربستان حکومت د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په میاشت کې پر ښځو د موټر چلولو بندیز لري کولو اعلان کړی و او اوس ښځې عملاً په سعودي عربستان کې موټر چلوي.

په سعودي عربستان کې موټر او تېل دواړه ارزان دي، خو دغلته د حکومت له خوا عامه ترانسپورتي خدمات نه شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوس مهال دوه زره ښځې په ریاض، جده او دمام ښارونو کې ټکسي چلوي.

له محرم کس پرته ښځې نه شي کولای چې له هېواد بهر سفر وکړي، څو کاله پخوا په هېواد کې دننه هم ښځو نه شو کولای چې له محرم کس پرته سفر وکړي خو اوس نه یوازې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوې بلکې ښځې کولای شي ټکسي وچلوي او له دې لارې عاید ولري.

د کریم سروس په نامه ترانسپورتي شخصي شرکت مشر ایاض الدالوج له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د ټکسي چلوونکو په اړه د دوی له اعلان وروسته زرګونو ښځو ورته د کار عریضي سپارلې دي.

ښاغلی الدالوج وايي اوس دوه زره ښځې په ریاض، جده او دمام ښارونو کې ټکسي چلوي او دغو ښځینه چلوونکو ته د 'کپتانیه 'نوم ورکړل شوی دی.

ورته مطالب