"د افغان نه ختمېدونکې جگړې بيه ماشومان پرې کوي"

. د انځور حقوق UNICEF

فارین پاليسي مجلې "د افغان نه ختمېدونکې جگړې بيه ماشومان پرې کوي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي جگړې په افغانستان کې هغه بنسټونه ويجاړ کړي چې د ماشومانو ملاتړ لپاره دي.

مجلې د يونېسف رپوټ ته چې په روانه مياشت کې خپور شوى اشاره کوي او وايي څه د پاسه ٣.٥ ميليون ماشومانو چې عمرونه يې د ٧ او ١٧ کلونو ترمنځ دي ښوونځي ته نشي تللى.

د مجلې په وينا څه د پاسه دوه ميليون افغان ماشومان په يوۀ ډول درانه کارونو بوخت دي چې روغتيا ته يې زيان اړوي.

مجله وايي په حقيقت کې د ماشومانو نسلونو د افغان جگړې بيه پرې کړې چې له ١٩٧٠ کلونو روانه ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو ليکنه خپره کړې چې وايي چمتو دى په هر ځي کې طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

افغان ولسمشر ليکلي د افغانستان د شاو خوا ٣٣ ميليون وگړو نيمايي ځوانان دي او ښايي په خپل هېواد کې يې تر اوسه يوه ورځ هم سوله نه وي ليدلې او ٣٨ کلونو لپاره په هېواد کې سوله موږ لپاره يو خوب دى او راتلو لپاره يې دعا کوو.

افغان ولسمشر په ليکنه کې د اختر په ورځو کې شوي اوربند ته اشاره کوي او وايي خلکو د سولې خوند وليد.

د انځور حقوق ARG

افغان ولسمشر ليکي د ولسمشر په توگه دا پرېکړه ورته سخته وه چې له خلکو يې وغوښتل په دغه زړوره تجربه کې ورسره يو ځاى شي او د حالاتو د څارونکو او شنونکو عمومي باور رد کړي چې په وينا يې اوربند د ټولو انگېرنو خلاف د افغانانو څېرکتيا ثابته کړه.

ښاغلي غني ليکلي کورنيو او نړيوالو څارونکو استدلال کاوۀ چې څلور لسيزې جگړې افغانستان دومره سره ويشلى چې د يوۀ بل منل او پخلاينه به دېره سخته وي. خو د هېواد په لر و بر کې پراخې لمانځنې د افغانان ملي هويت پياوړتيا څرگنده کړه.

افغان ولسمشر د خپلې ليکنې په پاى کې هيله څرگنده کړې چې طالبان د افغانانو غوښتنې ته درناوى وکړي د سولې وړانديز ته مثبت ځواب ووايي.

برتانوۍ گارډين ورځپاڼه:

برتانوۍ گارډين ورځپاڼې بيا په رام الله د برتانيا د وليعهد د زوى شهزاده ويليم او د فلسطين د کورواکې ادارې د مشر محمود عباس د کتنې يو انځور خپور کړى او د هغه په وينا يې ليکلي چې فلسطينيان نه دي هېر شوي.

گارډين ويلي دا لومړى ځل دى چې د برتانيا د سلطنتي کورنۍ يو غړى د فلسطيني نيولو شويو سيمو کتنه کوي.

محمود عباس ويلي هيلمن دى چې د شهزاده ويليم په راتلونکي سفر کې هغه د فلسطينيانو په ټاټوبي کې د يو خپلواک دولت د جوړېدو شاهد وي.