امستردام لومړنۍ ښځينه ښارواله غوره کړه

هالنډ د انځور حقوق Getty Images

د هالند د امستردام ښار پخوانۍ سیاسي مشره فیمکې هالسیما د ښاروالې په توګه غوره کړه چې دا به د ښار په تاریخ کې لومړنۍ ښارواله مېرمن وي.

په داسې حال کې چې د هالند لویو ښارونو ښاروالې مېرمنې لرلې، خو پلازمینې امستردام او روتر دام تر اوسه ښځينه ښارواله نه لرله.

د ۵۲ کلنې هالسیما ټاکنه باید د حکومت او پاچا له خوا ومنله شي خو دا تشریفات دي. نوموړې په ۲۰۱۱م کال کې له سیاسته لاس پر سر شوه او اوس به د پخواني ښاروال ایبیرهارد وان دېر لان ځای ناستې وي چې تېر کال مړ شو.

د مېرمن هالسیما ټاکنه تر هغه وروسته کېږي چې د امستردام ۴۵ وتلو مېرمنو د یوه پرانستي لیک له لارې احتجاج وکړ او ویې غوښتل چې د امستردام ښارواله مېرمن وټاکله شي.

مېرمنو په دې لیک کې ټینګار کړی و چې د یوه زغمناک، مترقي، او د جنسي پلوه برابر ښار لپاره د مېرمنې ښاروالې لرل خورا اړین دي.

له امریکا وروسته هالنډ افغان روباټګرو نجونو ته مډال ور کړ

ترکیه: انقرې ته د هالنډ سفیر نه پرېږدو

له ډېرې مودې راهیسې د ښځینه ښاروالې د ټاکلو په اړه خبرې کېدې، شکایتونه به کېدل خو چې د ښاروالۍ ټاکنو وخت به راورسېد، نو دوی به ویل د ښاروالۍ د مشرتابه لپاره یې مناسبه مېرمن و نه موندله.

د فیمکي هالسیما نومونې ته ټولو هرکلی نه دی ویلی. منتقدین وایي، هغه پوره اداري تجربه نه لري او ۷۴۰۰ کسانو د هغې پر ضد لاسلیکونه کړي دي.

هغوی وایی:

''تاسې د زرغون ګوند داسې سیاستواله ښارواله غواړئ چې یوازې ستاسې د ښار لپاره که د ځمکې ټولې کرې لپاره کار وکړي؟ ''

د چارشنبې پر ورځ د هالند پارلمان درې پر څلور برخې غړو داسې نوي قانون ته رایه ورکړه چې شین کوریز ګازونه تر ۲۰۳۰م کال پورې په سلو کې ۴۹ او تر ۲۰۵۰م پورې تر ۹۵سلنې راکموي.

ورته مطالب